مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

سيمه ييزو ارګانونو له مدني ټولنې سره د ګډ کار هوکړه ليک لاسليک کړ

احمد فیصل
د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو ادارې، د شفافيت څارونکو ډلې سره د ګډ کار او همکارۍ هوکړه ليک لاسليک کړ. د يادې ادارې وياند تواب غورځنګ وايي چې د دې هوکړه ليک له مخې به د سيمه ييزو ارګانونو اداره، له نوموړي بنسټ سره، د سيمه ييزې حکومتولۍ د ستونزو او تشو د تشخيص او څېړنې په برخه کې مرسته کوي. هغه زياته کړه، چې د شفافيت څارونکو بنسټ به د سيمه ييزې حکومتولۍ مامورينو د ظرفيتونو لوړولو او د حکومتولۍ په کارونو کې د خلکو د شريکولو لپاره کار کوي. د دغه هوکړه ليک د لاسليک پر مهال د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پاليسۍ او تخنيکي چارو مرستيال فريد ماموندزي هيله څرګنده کړه، چې د دې هوکړه ليک له لاسليک سره به د سيمه ييزې حکومتولۍ په کچه د شفافيت، حساب ورکولو او معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې د پام وړ ښه والی رامنځته شي. هغه زياته کړه: « پخوا تصور دا و، چې مدني ټولنې او حکومت له يوه بل سره په تقابل کې دي، خو د دې هوکړه ليک له لاسليک سره موږ ښيو، چې د همکاريو او مشترک کار نوی پړاو پيلوو.» ماموندزي وويل چې که مدني بنسټونه له حکومت سره ګډ کار ونه کړي، په چارو کې اصلاحات نه شي راتللی. د شفافيت څارونکو ډلې مشر اکرم افضلي وويل، چې دوی به د هوکړه ليک له غوښتنې سره سم، له دې وروسته د سيمه ييزې حکومتولۍ د تشو او ننګونو په اړه علمي څېړنې کوي او حل لارې به يې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې سره شريکوي. د هغه په وينا، د اصلاحاتو او حل لارو لپاره د ميکانېزمونو په جوړولو کې به له سيمه ييزو او نړېوالو تجربو څخه ګټه اخلي. افضلي زياته کړه، چې د دې ترڅنګ به معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي د اسانولو په برخه کې هم د سيمه ييزې حکومتولۍ له بنسټونو سره مرسته کوي. غورځنګ وايي، د سيمه ييزو ادارو پاليسي، له مدني ټولنې او رسنيو سره د سيمه ييزو ادارو پر همغږي او نږدې کار ټينګار کوي او له دې لارې خلکو ته د حکومتولۍ دکړنو په اړه د معلوماتو د شريکولو لارښوونه کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery