مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

له چین سره ګاونډیتوب د افغانستان لپاره اقتصادي فرصت دی

احمد فیصل
شنونکي د نړۍ له دوهم ستر اقتصادي ځواک چین سره ګاونډیتوب د افغانستان لپاره یو اقتصادي فرصت ګڼي او وايي چې افغانستان د طبیعي سرچینو د زېرمې او ټرانزیټي دهلیز په توګه چین ته خورا ارزښت لري. دوی وايي چې د افغانستان نوی حکومت باید چینايي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي او د هغوی له وړتیاوو د اقتصادي ودې لپاره کار واخلي. ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی د چین د خلکو ډیموراټیک جمهوریت ته په رسمي بلنه د یوه څلور ورځني په موخه د چین پلازمېنې بېجنګ ته رسېدلی دی. ولسمشر به په دغه رسمي سفر کې د چین له ولسمشر، لومړي وزیر او د پارلمان له مشر سره وګوري. د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دغه سفر په لړ کې به د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په حضور کې په بېلابېلو برخو کې څلور هوکړه لیکونه هم لاسلیک شي. له پروګرام سره سم ټاکل شوې چې افغان ولسمشر د افغان او چینایي پانګوالو او سوداګرو په یوه ګډه غونډه کې هم ګډون وکړي. له ولسمشر احمدزي سره په دې سفر کې پر لوړ پوړو دولتي چارواکو سربېره، د افغان سوداګرو او پانګوالو یو پلاوی هم ملتیا کوي. د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال وايي چې چین د نړۍ د دویم ستر اقتصادي ځواک او تولیدوونکي هېواد په توګه د افغانستان طبیعي زېرمو او ټرانزیټي موقعیت ته اړتیا لري. نوموړي همیانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې افغانستان لاس نه خوړلې طبیعي زېرمې لري او چین کولای شي چې دغه خام توکي په صنعت کې وکاروي. د ښاغلي لېوال په وینا افغانستان د چین لپاره منځنۍ اسیا، سویلي اسیا، منځني ختیځ او اروپا ته یو ښه ټرانزیټي دهلیز او همدارنګه یو ښه مارکېټ کېدای شي. نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې افغانستان د چین او د سیمې د امنیت کلۍ ده او له دې کبله چې چین له افغانستان سره ګډه پوله لري، امنیت او ثبات هم د دغه هېواد لپاره له لومړیتوبونو څخه دي. دی وايي چې چین به په راتلونکو څو کلونو کې د اسیا او نړۍ تر ټولو ستر اقتصادي قدرت وي، نو له همدې کبله د افغانستان رول په سیمه او نړۍ کې باید له پامه ونه غورځول شي. لېوال هیله څرګنده کړه چې افغان پلاوی به له چینايي چارواکو سره پر همدې موضوعاتو خبرې وکړي او له دې فرصت څخه باید ګټه واخیستل شي. د چارو شنونکی او د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند هم چین ته ولسمشر سفر په اقتصادي برخه کې مهم بولي او زیاتوي چې که چین په افغانستان کې مستقیمه پانګونه وکړي، نو افغانستان به له اوسني وضعیت څخه چې یو مصرفي اقتصاد لري، راووځي او پر تولیدي هغه به بدل شي. دی وايي چې چین د ټرانسپورټ، کانونو او صنعت په برخه کې ښه تجربه لري او افغان حکومت باید له دغه فرصت څخه ګټه واخلي چیني پانګوال پانګې ته را مات کړي. د ځلاند په وینا چین په وروستیو کې افغانستان ته خپله پاملرنه ډېره کړې او په همدې موخه یې د افغانستان لپاره یو ځانګړی استازی هم ټاکلی دی. ډاکټر ځلاند وايي، چې چین په افغانستان کې د زېربنا او نورو برخو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا لري خو دا چې تېر حکومت د بهرنۍ پانګونې د جذب په ځانګړې توګه د چینايي پانګونې د هڅونې لپاره کومه ځانګړې پالیسي نه درلوده، نو چین زړه ښه نه کړ. هغه زیاته کړه، چې په نوي حکومت کې دا اراده لیدل کېږي او اړتیا ده چې ډاکټر اشرف غني احمدزی په دې برخه کې نوې تګلاره خپله کړي. د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر ښاغلی لېوال وايي چې په پخواني حکومت کې اجرائیوي ځواک د سهمیې له مخې وېشل شوی و او داسې اشخاص په واک کې وو، چې د ملي ګټو پر ځای د شخصي ګټو په فکر کې وو. نوموړي وویل که په راتلونکې حکومت کې په کارپوه او مسلکي کسان وګومارل شي، نو وضعیت به تغیر وکړي. ولسمشر غني هم د ټاکنیزو سیالیو پر مهال په اقتصادي برخه کې چین د افغانستان لپاره مهم بللی و او وايي چې دغه هېواد به په راتلونکو شلو کلونو کې د افغانستان لپاره په سرو زرو بدل شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery