مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولایتونو ته د نفوس او پراخوالي له مخې د پراختیايي بودجې د ورکړې طرحه جوړېږي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د سیمه ییزو ارګاونونو خپلواکه اداره وايي په نږدې راتلونکي کې به د ولایتونو درجه بندي له منځه ولاړه شي. د دې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال فرید ماموندزي وايي چې د ولایتونو د درجه بندۍ د له منځه وړلو د طرحې ډېره برخه کار بشپړ شوی دی. د افغان اسلامي اژآنس د راپور له مخې ماموندزي ویلي چې تر دې وروسته به ټول ولايتونه د نفوس او ځمکنۍ پراختيا پر بنسټ انکشافي بودجه تر لاسه کوي. دی وايي چې د دې طرحې موخه ټولنيز عدالت او متوازن انکشاف دی چې له مخې به يې د ولايتونو تر منځ توپير له منځه ولاړ شي. ده ویلي: « د ولايتونو لومړۍ، دويمه او دريمه درجه به په نږدې راتلونکي کې له منځه ولاړه شي؛ خو يو لړ نور معيارونه به وي لکه نفوس، اراضي او داسې نور چې ولايتونو ته يې له مخې اسانتياوې ورکړل شي.» نوموړي وويل په تېرو شلو کلونو کې د هېواد د ډېری ولايتونو نفوس تر اټکل زيات شوی او که اوس هم د پخواني معيار پر بنسټ درجه بندي کيږي نو پايلې به يې ګټورې نه وي. د ولايتونو د درجه بندۍ له منځه وړل د ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي هغه ژمنه وه چې د ټاکنيزو سيالو پر مهال يې کړې وه. ولسمشر هغه مهال ويلي وو، د افغانستان ټول ولايتونه يو شان دي او درجه بندۍ د متوازن انکشاف پر وړاندې خنډ رامنځ ته کړی دی. د سيمه ييزو ارګانونو ادارې مرستيال همدارز وويل چې دوی په ټول افغانستان کې ۳۶۴ دايمي او ۱۳ موقتي ولسوالۍ لري چې په کې دری نوې رامنځته شوې ولسوالۍ د تشکيل له پلوه نيمګړې دي. ده وويل، د هلمند نوميش، د باميانو دويم يکاولنګ او د کنړ شلتن هغه دری ولسوالۍ دي چې د پخواني ولسسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په ورستيو کې رامنځ ته شوې او لا هم خپلواک تشکيلات نه لري. ماموندزی وايي، نا امني، د انکشافي بودجې په وخت نه رسېدل او د حکومت يو شان حضور د سيمه اييزې حکومتولۍ پر وړاندې لويې ننګونې دي. نوموړي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې په اوسط ډول په هره يوه نيمه مياشت کې د افغانستان يو ولسوال وژل کيږي، چې دا کار په سيمه یيزه حکومتولۍ کې نوې ستونزې زيږوي چې وروستۍ بيلګې يې د خوست د څمکنيو او د هلمند د نادعلي د ولسوالانو وژنې يادوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery