مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

طالبانو محمدحسن اخند له کاره ګوښه کړی

احمد فیصل
راپورونه وايي د طالبانو ترمنځ د خپل منځي اختلاف له کبله د د طالبانو د حکومت د سرپرستې شورا پخوانی مرستيال او د باندنیو چارو وزير ملا محمدحسن اخند له کاره ګوښه شوی او یوه ځانګړي کمېسیون ته د پوښتنو ګروېږنو لپاره سپارل شوی دی. تاند وېپاڼه د باوري سرچینو له قوله وايي چې ملا محمد حسن اخند غوښتل په افغان چارواکو کې د نفوذ له لارې هغوی طالبانو ته تسلیم کړي، خو افغان حکومت پر هغه نفوذ کړی او سولې ته یې لېوال کړی و. سرچینې ویلي چې د پاکستان حکومت طالبانو ته د نوموړي داسې تلفوني اړیکې سپارلې چې دی له افغان چارواکو سره د سولې په اړه خبرې کوي. له حقيقاتو وروسته ملا محمدحسن اخند په سملاسي توګه د رهبري شورا له عضويت او د جلب او جذب د کميسون له رياسته لرې شوی او د مالي اختلاس د نورو تورونو د څيړلو لپاره ځانګړي ټاکل شوي کميسون ته ور معرفي شوی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery