مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-29   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهار : ولايتي شورا ته ناکامو نوماندانو د اپوزيسيون د جوړيدو خبر ورکړ .

benawa afghanistan
لودين
ولايتي شورا ته نوماندانو سيد علي شاه اغا ، د فريد احمد سپاهي استازي ، ډګروال بلوڅ او محمداسمعيل مجروح په خپلو خبرو کي    يو شمير بريالي نوماندان  او  د ټاکنو او شکاياتو کميسيونونه  په پراخو درغليو تورن کړل

د کندهار د ولايتي شورا څخه پاتي نوماندان   ، د دې ولايت ولايتي شورا ته بريالي سوي نوماندان د درغليو او معاملو په واسطه کامياب سوي بولي او د ټاکنو پر دواړو کميسيونونو نيوکه کوي چي درغلي يې کړې ده  ، د دوی پر شکاياتو يې غور نه دی کوی او د دوی رايي يې نورو نوماندانو ته ورکړي دي ، خو د ټاکنو دواړه کميسيونونه دا څرګندوني ردوي او وايې چې د رايي شميرني او څيړني پروسه يې په شفاف ډول تر سره کړې ده .
د کندهار ولايتي شورا ته تر اويا تنو زياتو کسانو ځانونه  نومولي وه چي د ګوتو په شمير ښځي وي ، دا ځل د کندهار د ولايتي شورا د غړو شمير هم څلور تنه زيات سوی دی ، مخکي يي سهم پنځلس تنه وو او اوس دا شميره نولسو تنو ته لوړه سوې ده ، د ولايتي شورا د لمړيو او وروستيو پايلو ليستونه خورا ډير توپير لري ، په لمړي ليست کي په لمړۍ درجه بريالی نوماند په وروستي ليست کي بيخي راغلی نه دی او يو شمير نور کسان مخ ته سوي او يو شمير نور بيا ناکامه اعلان سوي دي  ، د برياليو نوماندانو په ليست کي يو شمير پخواني وکيلان هم بريالي سوي دي او اکثريت رايي يې وړي دي .
يو شمير هغه نوماندان ، چي د کندهار ولايتي شورا ته يې لاره نه ده  پيدا کړې سخت احساساتيان دي  ،  يو شمير کسان يې کندهار پريس کلب ته راغلي وه او پر کميسيونونو يې سختي  نيوکي وکړي .
ولايتي شورا ته نوماندانو سيد علي شاه اغا ، د فريد احمد سپاهي استازي ، ډګروال بلوڅ او محمداسمعيل مجروح په خپلو خبرو کي    يو شمير بريالي نوماندان  او  د ټاکنو او شکاياتو کميسيونونه  په پراخو درغليو تورن کړل  او ويې ويل  ، چي په وروستي ليست کي يې  په پراخه کچه معاملې او درغلۍ  کړي دي . .
نوماندانو  خپلي غوښتني قانوني  وبللي  او  ويې غوښتل  چي قانوني کړني تر سره سي ، خو د ټاکنو او شکاياتو کميسيونونه د دې نوماندانو ټولي ادعاوي ردوي .
په کندهار کې د ټاکنو د سيمه ايز کميسيون مشر انجينر عبدالهادي وايې ، چي د رايو شميرنه يې د  همدې نوماندانو د استازو په مخکي کړې ده او ټوله پروسه يې په شفاف ډول تر سره کړې دي .
نوماندانو  د شکاياتو پر کميسيون هم نيوکه  وکړل  ، چي د دوی د شکايتونو رښتيني بررسي يې نه ده کړې او نه يې هم په شفاف ډول څيړلي دي . خو د شکايانو د سيمه ايز کميسيون ولايتي مسوول شمس الدين وفا  وايې چي د کندهار د ولايتي شورا د ټاکنو په اړه يې ۱۵۰ شکايتونه تر لاسه کړي ، مرکزي دفتر يې څيړلي دي او د هغوی په هدايت يې د نوماندانو د غوښتنو سره سم  سلګونه صندوقه قرنطين کړي او له سره شميرلي دي .
د ولايتي شورا ګانو پايلي د شنبې په ورځ اعلان سوې ، د کندهار د ولايتي شورا په ليست کي حشمت خليل کرزی او خان محمد افغان  چي تر ټاکنو وروسته  ووژل سوه هم  بريالي اعلان سوي دي ، د ټاکنو کميسيون وايې چې د وژل سويو کسانو په ځای کي  نور کسان نه ټاکل کيږي او دواړي چوکۍ به يې خالي پاته وي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery