مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-29   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

کور خپل ساته همسایه غل مه نیسه (څلورمه برخه)


کله چی د مجاهیدینو تر منځ وروسته له هغه چی ټول افغاناستان یی تر خپل کنترول لاندی راوست،  سختو خونړیو جګړو زور واخیست او دوام یی پیدا کړ د ولس مشکلات له ورځی بلی ته مخ په ډیریدو شول، په لارو کی پټکونه، د ژبی، قوم او نتطیم په نوم ربړونو، بی کاری، لوږی او مهاجرتونو ولسونه ډیر په تنګ کړل. نو ځکه  ډیر په اسانۍ سره طالبانو وکولای شول چی ټول افغانستان په ډیر کم وخت کی تر خپل قدرت لاندی راولی چی بلاخره طالبانو بی  له یوی او یا دوو ولسوالیو ټول افغانستان ونیو او  اسلامی امارت یی د محمد عمر تر رهبرۍ لاندی اعلان ک، پتکیان متکیان یی ټول پسی واخستل او بیا یی په غورونو ننباسل..
هغه د پښتنو خبره چی وایی: خبره د الله پاک لپاره کاوه او لوړ(ډانګ) د زوی او ورو لپاره وهه. نو کله چی طالبان راغلل ډیر کارونه یی وکړل چی ولس ترینه خوښ وو لکه د هغه بد بختیو له منځه وړل کوم چی مجاهیدونو افغانستان ته راوړی وو، همدارنګه د امنیت راوستل، د کوکنارو له منځه وړل چی اوس یی زموږ ټولنه د یو لوی ګواښ سره مخامخ کړی، هغه ښه کارونه دی چی موږ ترینه سترګی نه شو پټولی خو په خوا کی یی ځینی داسی کارونه هم وکړل چی ولس یی له ځانه لری کړ.، خو کردار یی داسی  معلومیدله چی  طالبان له سیاست او حکومت کولو څخه ډیره فاصله لرله خلاصه یی دا چی په سیاست نه وو خبر پداسی کارونو یی شروع وکړه چی هغه نه د اسلام په ګته وو او نه د افغانستان.  طالبانو د امر بلمعروف عنهی انلمنکر  په نوم عسکر درلودل متاسفا نه چی دا  ښو ته رابلونکی او له بدو څخه  منعه کونکی ډلی د فهم او پوهی سویه په هغه اندازه نه وه چی ورته سپارل شوی دنده یی چی څنګه لازمه وه  تر سره کړی وای. د مثال په توګه پدی باندی خلک تنګول چی ږیره د کوچني کړی ده، یا مثلآ په بوهنتونونو کی پر محصلینو باندی په جبری توګه د لونګۍ په سر کول، په وادونو کی د ډوول بندول، او یا دا چی د ښځو پر مخ د ښونځیو تړل، او یا پر ښځو بندیزونه لګول چی بی له محرمه د بیرون نه ځی ټول همدغه  کوچنی شیان وو چی د امارت او افغان ولس تر منځ یی واټن زیاتوه او د طالبانو محبوبیت له ورځي بلی ته کموه.همدارنګه د طالبانو  نړیوال سیاست او یا د نوری نړۍ سره د اړیکو په ټینګولو کی هم ضعیف وو او ویی نه شول کولای چی خپل امارت په نړیواله ټولنه په رسمیت وپیژنی بی له دوه اویا دریو هیوادونو نوری نړۍ طالبان په رسمیت نه پیژندل.بله بدبختی د طالبانو دا وه چی خپله ټولنه یی لکه د تیرو حکومتونو په شان نه وه پیژندلی ځینی ساده کارونه وو چی ولس یی ناراضه کړو
.  دا ثابته شوی خبره ده چی د کوم حکومت کړه وړه چی  د ولس سره په ټکر کی وی هغه حکومت دوام نه شی پیدا کولای.  پدی  معنی چی که کوم حکومت د همهغه ولس مذهب، کلتور رسم رواج تر پښو لاندی کوی  یا حکومت  داسی فرمانونه او یا  قوانین راوباسی  چی  یادو شویو ارزښتونو ته زیان رسیږی، نو په مقابل کی یی ولسونه عکسالعمل څرګندوی او پر وړاندی یی ودریږی. نو ځکه ډیر واړه واړه شیانو وو چی طالبانو غوښتل پر ولس یی د ولس له خوښی پرته تدبیق کړی لکه وړاندی یی چی یادونه وشوه.زما په ګمان د هر سرکار لپاره پکاره ده چی لومړۍ خپله ټولنه ښه وپیژنی د خپلی ټولنی په  تحریکونکیو او حساسو شیانو باندی پوهه وی  او بیا حکومت پری وکړی او که دا کار ونه کړی  نو لکه د ا تیر حکومتونه چی یو پر بل پسی له منځه لاړل حکومت به یی له  منځه ځی.
بله مهمه  او د یادولو وړ خبره د طالبانو دا وه چی طالبانو تر شا د پاکستان  او په ځانګړی ډول د آی اس آی لاس وو چی طالبان یی تر دی سر حده راورسول. موږ لیدل چی د طالبانو مشر ملا عمر  نړۍ ،هیواد  امارت خو لا پریږده چی له ځانه هم نه وو خبر یو فقیر سړی وو او هغه لوړبوړی طالب چارواکی چی سیاسی پوهه یی درلوده هیڅ اختیار نه درلود، چی یو مثال یی څو کاله وړاندی ما د رحیم الله  یوسوفزی څخه چی د طالبانو سره یی نږدی اړیکی درلودی او ژورنالیست دی، د بی بی سی د راډیو له لاری واوریدل (( زه یوه ورځ د ملا عمر په دفتر کی ناست وم  چی مولوی متوکیل هم په دفتر کی وو، چی تیلفون راغی، کله چی مولوی متوکل غواږۍ یا ګوشی جیګه کړه ملا عمر پری غږ کړ چی ټبلیفون کیږده)) لدی خبری داسی معلومیږی چی ملا عمر پت رازونه هم لرل چی خپل جګبوړی چارواکی یی هم نه پری خبرول.همدی ته ورته نور شیان وو چی آی اس آی پر طالبانو ځینی کارونه وکړل چی هم یی له افغان ولس څخه طالبان لری وساتل او هم یی د نړیوای ټولنی څخه چی پدی برخه کی یی د بامیانو د تاریخی بوت د ورانول  یو ښه مثال دی. خو که څه هم آی اس آی طالبان د خپل ولس او نړیوالی ټولنی سره د  نه په خوله کیدو تر سر حده رسولی وو خو کله چی په امریکا کی د ۲۰۰۱ کال د سیبتمبر په ۱۱ چی کومی پیښی وشوی وروسته امریکا پر اسامه باندی چی په افغانستان کی وو دوا وکړه، امریکا  له طالبانو وعوښتل چی اسامه بن لادن د محکمی لپلره دوی ته وسپاری، په هم هغه وخت کی طالبانو یو تعداد مخور ملایان او سپینګیری راټول کړل  دوی فیصله وکړه چی بن لادن د امریکا ته نه سپارل کیږی خو په خوښه د زموږ له خاوری ووزی. زما په ګمان ډیره پر ځای فیصله وه چی همهغه جرګی کړی وه دا ځکه چی یوه طرف ته پکشی افغانی دود او د افغانستان بیچارهګی په پام کی نیول شوی وه او بل طرف ته یی پدی د امریکا د یرغل مخه نیولای شوه، نو که بیا هم امریکا پر افغانستان یرغل کړی وای په هغه صورت کی اکثریت افغانان د دطالبانو سره د امریکا په مقابل کی ودریدل.، خو دغه د مشرانو او  ملایانو خبره د آی اس آی د شیطانۍ له مخی لوی ملا محمد عمر ونه منله د یو سپږی لپاره یی ټول پوستین په اور واچوه ،  چی پدی ډول آی اس آی په لوی لاس د افغانستان یرغل ته لاره همواره کړه، بله خوا همدغه پاکستان د امریکا په خوا کی ودرید طالبان یی په ښه بیه پر امریکا خرڅ کړل،لاس تړلی یی امریکا ته حواله کړل چی تر اوسه هم ځینی طالبان په ګوانتانامو کی د ټولو بشری قوانینو بر خلاف شپی او ورځی تیروی نه یی محکمه شته نه دوسیه ، څوک یی پوښتنه هم  نه کوی. تر ټولو جالبه یی لا دا چی طالبانو د پاکستان دا ټولی ناجایزی له پامه وغورځولی بیا یی همدغه پاکستان ته پڼا وروړه او بیا یی ټوپک په لاس کی ورکړ او د افغانستان پر ضد یی جنګوی.
اوس هم دومره، راتلونکی بحث کی به یو عمومی نتجه ګری وکړو.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
۲۰۱۴/اکتوبر/۲۹
 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery