مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-10-30   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

په اروزګان کې ۴۰۰ ښوونکوته دځمکې نومرې ویشل کیږي

سید سلام
د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښارکې د دغه ولايت ۴۰۰ نارينه او ښځينه ښوونکو ته د ځمکې د نومرو وېش پيل شو.د اروزګان والي امان الله تيموري د دغو نومرو د وېش د پيل پر مهال وويل، چې په دغه دوه سوه جريبه ښارګوټي کې د ښوونکو د کورونو تر څنګ يوه امنيتي حوزه، يو روغتون، وړکتون او پارک لپاره هم ځمکه په پام کې نيول شوې ده. تيموري له ښوونکو وغوښتل چی په ورکړل شوو نومرو باندې ژر تر ژره کورونه جوړ او د امکان په صورت کې به حکومت ورسره د کورونو په جوړولو کې هم مرسته وکړي. د دغه ولايت د پوهنې رييس احسان الله ناشر وويل چې په دغه ښارګوټي کې شاوخوا ۴۰۰ ښوونکوته نومرې وېشل کېږي او د هغو ښوونکو ورثه وو ته هم يوه يوه نومره په پام کې نيول شوې چې د دندې پر مهال يې خپل ژوند له لاسه ورکړى وي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery