دخپریدو نیټه : 2014-10-31 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
ولسمشر غني طالبان سولې ته راغوښتي
سید سلام
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له وسله والو طالبانو غوښتي، چې بين الافغاني خبرو کې ګډون وکړي.ښاغلي غني د چين بيجينګ ښار کې د اسيا زړه هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې ته وينا کې له نړيوالې ټولنې هم وغوښتل، چې له دغه افغان بهيره ملاتړ وکړي.غني له دې مخکې طالبان د حکومت سياسي مخالفان بللي او ټينګار يې کړى، چې'سوله د افغانانو لومړنۍ هيله ده' پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د خپلې ١٣ کلنې واکمنۍ پر مهال له طالبانو بيا بيا غوښتي وو، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهير سره يو ځاى شي.خو د نوموړي هڅو کومه پام وړ پايله نه درلوده.