مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-21   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

فاریاب کې د ترافیکي پېښو له امله ۶تنه مړه او ۲ زخمیان دي

په فارياب کې د دريو بېلابېلو ټرافيکي پېښو د رامنځته کېدو له امله د يوې ښځې او يوه ماشوم په ګډون شپږ کسان وژل شوي او د دغه ولايت د ملي امنيت د مرستيال په ګډون دوه کسان ټپيان شوي دي.د فارياب د ټرافيکو مديريت د پېښو امر وويل، يو سراچه موټر چې له ميمنې ښار څخه د غورماچ ولسوالۍ ته روان و، د قوشکم په سيمه کې د سړک د غاړې له اوسپنې سره ټکر شوى دى. چې له امله يې د يوه درې کلن ماشوم او يوې ښځې په ګډون څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړى او د يوې بلې ښځې په ګډون دوه کسان ټپيان شوي دي.پر دې سربېره پرون ورځ په دغه ولايت کې دوه نورې ټرافيکي پېښې هم شوې، چې له امله يې دوه کسان وژل شوي او د فارياب د ملي امنيت د رياست مرستيال پکې ټپي شوى دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery