مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د سنګین په جګړه کې ۱۱۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

احمد فیصل
د هلمند مدني فعالان د سنګین په جګړه د ملکی وګړو مرګ ژوبله کچه تر هغه زیاته بولي چې دولتي چارواکو ښودلې. دوی چارواکي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په پټولو تورنوي. د هلمند د مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي د سنګین په جګړه کې چې شپږ میاشتې وړاندې پیل شوې ده۱۱۲۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله رسېدلې چې ۴۰۰ یې وژل شوي او پاتې ټپيان دي. د نوموړي په خبره یاده مرګ ژوبله د جګړې ښکېلو لورو (طالبانو او امنیتي ځواکونو) په ګډه اړولې ده. دی وايي طالبان په جګړه کې ملکي وګړي د سپر په توګه کاروي خو امنیتي ځواکونه پرته له دې چې تفکیک وکړي هغوی په نښه کوي. همدرد وايي دولتي چارواکي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کره شمېرې پټوي او په خبره یې کومې شمېرې چې له ده سره دي په خپله ورته ملکي وګړو ورکړې دي. د هلمند د ولایت ویاند عمر ځواک وايي، د هلمند په شمالي برخو چې پر سنګین سربیره، نوازاد، موسی کلا او کجکي ولسوالۍ هم په کې شاملې دي ۳۰۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۰۰ ټپيان دي. ځواک له سرنوشت ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال وویل دغه شمېرې یې له عامې روغتیا ریاست او ملکي وګړو د راجستر له فورمو را ټولې کړې دي. د ځواک په خبره د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لوی لامل د سړک غاړې هغه ماینونه دي چې طالبانو خښ کړي. د ولایت ویاند همدراز وايي، د هلمند د شمالي برخو په جګړه کې ۲۰۰ امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله رسیدلې چې ډېره برخه یې ټپيان دي او نوي سلنه مرګ ژوبله د سړک غاړې ماینونو ورته اړولې. عمر ځواک همدراز سلګونه مخالفینو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبره هم کوي. د هلمند سرپرست والي محمد نعیم بلوچ بیا اوس د هلمند امنیتي حالت د پخوا په پرتله ښه بولي؛ خو زیاتوي چې د هلمند شمالي برخې تر یو بریده تر ګواښ لاندې دي. دی د ورستیو جګړو او نا امنیو لوی لامل د مخدره توکو کښت بولي او په وینا یې ټوله جګړه د مخدره توکو مافیا چلوي او د خپلو ګټو لپاره هلمند نا امنه کوي. د نوموړي د معلوماتو له مخې هلمند د افغانستان د مخدره توکو د کښت او قاچاق مرکز دی او د ټول افغانستان مخدره توکي لومړۍ هلمند، له هغه ځایه د نړۍ د مخدره توکو تر ټولو لوی مرکز بهرامچې ته لیږدول کیږي او له هغه ځایه بیا پر ټوله نړۍ ویشل کیږي نو ځکه هلمند مافیايي کړۍ نا امنه کوي تر څو دغه سوداګري سقوط نه شي. بهرامچه د هلمند د دیشو ولسوالۍ اړوند د پاکستان پولې ته نږدې سیمه ده چې د والي په وینا هلته د ټولې نړۍ پولي واحدونو په بازار کې پېر او پلور لري او په نړۍ کې د مخدره توکو تر ټولو لوی مرکز دی. بلوچ له سرنوشت ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال پر سنګین د جګړې د یو بل راز په اړه وویل: « پر سنګین د بریدونو یو بل لامل دادی چې د طالبانو د نظامي کمېسیون مشران د همدې ولسوالۍ اوسیدونکي دي مثلا ذاکر قیوم چې د طالبانو د نظامي کمېسیون پخوانی مشر و، اوس یې امیر ابراهیم چې د طالبانو په نظامي کمېسیون کې لوړ پوړی کس دی. ګڼ نور طالبان هم د سنګین دي، دوی ته دغه سیمه او د هغې د موقعت ستراتېژیکې ګټې معلومې دي نو تل یې د نا امنه کولو هڅه کوي.» د کورنیو چارو وزارت بیا لا له وړاندې سنګین له خطره وتلې بللې او ویلي یې دي چې هلته اوس د افغان ځواکونو په مرسته امنیتي حالت ښه دی. د وزارت ویاند صدیق صدیقي پر سنګین د جګړې پر مهال ویلي وو ملکي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله طالبان وراړوي او هغوی په ځینو مواردو کې د مخالفینو له لوري مخامخ هم په نښه شوي دي. د هلمند اوسیدونکي وايي په سنګین ولسوالۍ کې اوس هم مخالفین فعالیتونه کوي؛ خو ولایتي چارواکي وايي دغه ولسوالۍ تر ډېره امن او د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery