دخپریدو نیټه : 2014-11-21 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
بلجیم په کابل کې خپل سفارت تړي
احمد فیصل
د بلجيم د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی، چې په نږدې راتلونکې کې به په کابل کې خپل سفارت وتړي.
د بلجيم د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د راتلونکي کال له جنورۍ مياشتې وروسته به په کابل کې د بلجيم سفارت اړونده چارې په اسلام اباد کې د دغه هېواد د سفارت له لارې تر سره کېږي.
سرچينې د دې پرېکړې لامل نه دى په ګوته کړى.
د بلجيم يو شمېر پوځيانو له شاوخوا لسو کلونو راهيسې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونو په چوکاټ کې فعاليت کاوه، خو ټاکل شوې چې د هغوى دغه پوځي ماموريت د روان ميلادي کال تر پايه پاى ته ورسي.