دخپریدو نیټه : 2014-11-21 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
نریندرا مودي د سارک په غونډه کې له ولسمشر اشرف غني سره ګوري
احمد فیصل
د هند لومړی وزیر وایي، چې د سویلي اسیا د سیمه ییزو همکاریو سازمان (سارک) په سرمشریزه غونډه کې به له نوي افغان ولسمشر اشرف غني سره پر دوه اړخیزو اړیکو تفصیلي خبرې وکړي.
ټاکل شوې چې د سویلي اسیا د سیمه ییزو همکاریو سازمان یا سارک سرمشریزه غونډه راتلونکې اونۍ د نیپال په مرکز کټمنډو کې جوړه شي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني به هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره د نیپال پلازمېنې کتمندو ته ور شي.
د هند لوموړي وزیر نریندرا مودي ویلي، دی هیله من دی چې راتلونکې اونۍ به د سارک په مشریزه کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره وګوري.
نریندرا مودي دغه څرګندونې د تېرې پنجشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې کړي دي.
د هند د صدارت له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، مودي له حامد کرزي څخه مننه کړې چې په سوله ییز ډول یې د واک لېږد ته لاره هواره کړه.
د هغه په وینا، هند د یوه پیاوړي، باثباته او ولسواک افغانستان لپاره د نوي افغان حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي.
د نیپال د بهرنیو چارو د وزارت وايي، چې د سارک سازمان سرمشریزه غونډه کې به د روانې نومبر میاشتې په ۲۴ مه په کتمندو کې پیل شي.
دا دریم ځل دی چې نیپال د سارک سازمان د سرمشریزو غونډو کوربه دی.
د نیپال د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، دا ځل به د سارک په غونډه کې د نهو هېوادونو استازي د څارونکو په توګه ګډون وکړي.
سارک د سویلي اسیا د هېوادونو ترمنځ د سیمه ییزو او اقتصادي همکاریو په موخه جوړ شوی چې افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش، بوتان، سریلانکا، مالدیف او نیپال یې دایمي غړي دي.