دخپریدو نیټه : 2014-11-22 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
په کندهار کې دوه جسدونه موندل سوي دي .
لودين
په کندهار کې په مرموز ډول د دوو وژل سويو کسانو جسدونه وموندل سوه .
لمړی جسد د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ په نوي کلي کي چې د يوه پنځلس کلن ځوان دی موندل سوی دی ، د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانی وايې ، چې ياد کس د سپين بولدک ولسوالۍ څخه چمن ښارګوټي ته د ناروغۍ د درملني په موخه تللی وو ، چې هلته وژل سوی او وروسته يې جسد د ولسوالۍ نوي کلي ته راوړل سوی وو او تر جسد لاندي اتلس کړۍ ماينونه هم ځای پر ځای سوي وه ، درانی وايې چې وروسته ماينونه د پوليسو له لوري کشف او خثی سوه او جسد خاورو ته وسپارل سو ، بل جسد نن سهار د کندهار ښار اړوند د ترنيکوټ په اډه کي موندل سوی دی ، چې په مرميو ويشتل سوی دی .
ضيا درانی وايې ، چې د جسد سره يو خط هم ښودل سوی ووه ، چې پکښي ليکل سوي وه ( چې څوک د چا اولادونه په نشه اخته کوي دا به يې برخليک وي ) .
د دراني په خبره چې د دواړو پېښو په اړه پلټني رواني دي ، د دواړو کسانو د وژلو مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .