مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د زابل ولایتي شورا غړو د دې ولایت د روغتون وضعیت ناسم وباله

محبوب حکیمي

 

 

دزابل دولایتي شورا وکیلانو دولایتي روغتون څخه دلیدنې پرمهال په  روغتون کې دککړ چاپیریال، ناروغانو ته نه پاملرنه، ډاکټران روغتون ته پروخت نه راتلل او ناروغانو ته دشفري نسخو ورکولو څخه شکایت کوي.

دوی وائې دلیدنې پرمهال ئې ټولي ستونزي دولایتي روغتون مسولینو ته وریادي کړلې چي دروغتون دمسولینو لخوا دژر اصلاحاتو ډاډ ورکړل سو.


خو ددې ولایت دولایتي روغتون رېیس زلمی رښتین که څه هم په ولایتي روغتون کې ستونزي پرځای بولي خو وايي دومره ندي چي دخلګو ژوند يې دګواښ سره مخ کړی دی.


ښاغلی رښتین وايي که دولایتي شورا مسولین ئې ملاتړ وکړي نو ډیر ژر به ستونزو ته دپای ټکی کښیږدي ځکه دهغه پروینا دکار پرمهال یوشمېر کسان ورته ستونزي جوړوي.

 

په زابل کې دولایتي شورا استازي پداسي حال کې په ولایتي روغتون کې داصلاحاتو دراوستلو غوښتنه کوي چې نیږدې هره ورځ خلګ په یاد روغتون کې دزیاتو ستونزو څخه رسنیو ته شکایت کوي خو تردې مهال پوري دخلګو ستونزو ته دومره پاملرنه نده شوې لکه څومره چې اړتیا بلل کیږي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery