مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

نواب منګل: کورنیو چارو وزارت ۷۰ کسانو ته د اړیکو پر بنسټ د جنرالۍ رتبې ورکړې

احمد فیصل
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي کورنیو چارو وزارت د جنرالۍ رتبې په دفترونو کې ناستو افسرانو او یا د تنظیم او سمت ملګرو ته ورکړې او آن داسې کسانو ته یې د جنرالۍ رتبې ورکړې چې له کورنیو چارو وزارت سره هېڅ تړاو نه لري. د ولسي جرګې غړی نواب منګل وايي کله چې نظامي کسان ترفیع کوي یا ورته کوم امتیازات ورکول کیږي باید د یوه قانون په چوکاټ کې وي؛ خو کورنیو چارو وزارت د جنرالۍ د رتبو له وېش سره لوبې کړې او په تېرو څو کلونو کې یې د جنرالۍ اویا (۷۰) رتبې وړ کسانو ته نه دي ورکړې. منګل له سرنوشت ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال وویل: « جنرالي باید هغه کسانو ته ورکړل شي چې وړتیا یې ولري. په سرحدونو کې جګړه کوي، قرباني ورکوي، په کلونو کلونو یې دندې اجرا کړې وي؛ خو له بده مرغه کورنیو چارو وزارت داسې کسانو ته جنرالۍ ورکړې چې په دفترونو کې ناست دي، ان په یوه کال کې یې یوه کس ته دوه رتبې هم ورکړې دي.» د نوموړي د معلوماتو له مخې وزارت یوازې د احتیاطو په قطعه کې شپېته (۶۰) جنرال لري ولې له هغوی ګټه نه اخلي چې نورو کسانو ته رتبې ویشي! د منګل په وینا هغه کسان چې مغزونه یې تش او اوږې یې له رتبو ډکې دي ټولو یې غیرقانوني ترفیعات کړي چې اسناد یې له دوی سره په ولسي جرګه کې پراته دي او چمتو دي د رسنیو په واک کې یې ورکړي. دی همدراز وايي په پکتیا کې د جګړې د لومړۍ لیکې یو داسې ظابت ورته عریضه کړې وه چې تېر شل کلونه یې ترفیع نه ده کړې؛ خو په پلازمېنه کې بیا یو شمېر کسان په یوه کال کې دوې ترفیع کوي. د کورنیو چارو وزارت وايي، دوی هغه کسانو ته ترفیع او رتبې ورکوي چې قانوني پړاونه یې پوره کړې وي او د جنرالۍ د رتبو په ورکولو کې د ولسمشر حکم شرط بولي. د وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، د کورنیوچارو وزارت د پیژنتون ریاست د خپلو مامورینو ټول قانوني مراحل بشپړوي او له هغه ورسته ورته امتیازات او یا ترفیع ورکوي. دی د ولسي جرګې د غړي نواب منګل څرګندوني د هغه شخصي نظر بولي او په خبره یې د جنرالۍ رتبې د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او ولسمشر په تایید په شرایطو پوره کسانو ته ورکول کیږي او دوی کومه غیر قانوني جنرالي چاته نده ورکړې. پوځي کارپوهان هم وايي، چې نه یوازې کورنیو چارو وزارت بلکه دفاع وزارت هم د روابطو پر بنسټ رتبې وېشي. پوځي کارپوه جنرال زلمی وردګ وايي داسې ډېر کسان پیژني چې حتی لیکل او لوستل نشي کولی؛ خو هغوی ته د جنرالۍ، برید جنرالۍ او نورې رتبې پر اوږو ټومبل شوې دي. نوموړي له سرنوشت ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال وویل، دغسې هوايي رتبې وېشل د امنیتي ځواکونو روحیه کمزورې کوي او په هغوی کې ناهیلي رامنځ ته کوي. وردګ تر ډګروالۍ لوړو ټولو رتبو ته د شک په سترګه ګوري او په خبره یې تر دې رتبې لوړو ګڼو کسانو ته د مسلکي چلند له مخې نه بلکې د اړیکو له مخې رتبې ورکړل شوې دي. هغه زیاتوي: « عجیبه خو داده چې یو کس شپږ میاشتې د پولیسو اکاډمي ولولي، ورپسې دنده واخلي او په یوه کال کې ډګروال، ډګرمن او بالاخره تر جنرالۍ ورسیږي، دا په امنیتي سکتور کې بې انصافي ده چې حکومت پيل کړې.» پوځي کارپوهان له امنیتي وزارتونو او ولسمشر څخه غوښتنه کوي چې د ټولو نظامي رتبو په وېش کې پوره دقت وکړي او تر دې ورسته د هوايي رتبو وېشلو لړۍ ودروي. په نظامي برخه کې د رتبو پر وېش په داسې حال کې اندیښنه څرګندیږي چې ولسمشر غني د ټاکنیزو سیالو پر مهال ژمنه کړې وه که واک ته ورسیږي د پوځي رتبو وېش به د وړتیا له مخې په رڼه ډول ترسره کړي. ده څه موده وړاندې د افغان پوځ له افسرانو سره په کتنه کې ویلي وو چې له دې وروسته به جنرالۍ رتبې ته له لوړېدونکو کسانو سره په خپله مرکه کوي. که څه هم د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د دغه وزارت اړوند جنرالانو شمېر نه ښيي خو یوې امرکیايي رسنۍ څه موده وړاندې ویلي وو چې د کورنیو چازو وزارت د جنرلانو شمېر ۱۸۲ تنو ته رسېدلی دی. د غیرې رسمي شمېرو له مخې د افغان پوځ او پولیسو د جنرالانو شمېر د پوځ په تناسب د امریکا دوه چنده دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery