مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

سیدخېل: پاکستان له څو ورځو راهیسې پر کونړ بریدونه درولي

احمد فیصل
د کونړ ولايت چارواکي وايي چې له تېرو نږدې درېيو اوونيو راهيسې پاکستاني ځواکونو پر دغه ولايت توغندويي بريدونه نه دي کړي. د ځايي چارواکو په وينا، پاکستاني ځواکونو له تېرو درېيو کلونو راهيسې د کونړ پر بېلابېلو سرحدي ولسواليو توغندويي بريدونه کوي چې له امله يې لسګونه عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، سلګونه څاروي او طبيعي ځنګلونه له منځه تللي او سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي. خو د دغه ولايت چارواکي وايي چې له تېرو درېيو اوونيو راهيسې چې ولسمشر اشرف غني دغه هېواد ته د سفر پلان درلود، دغه بريدونه بند شوي دي. د کونړ امنيه قوماندان مل پاســـوال عبدالحبيب سيدخېــل پرون پژواک خبري اژانس ته ويلي، له تېرو درېيو اوونيو راهيسې د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې د پاکستاني ځواکونو له خوا د توغنديو ويشتل درېدلي دي. دى وايي: ((دا چې ولې دغه توغندي نه دي ويشتل شوي، موږ ته نه دي معلوم، دا بايد په خپله هغوى ځواب ورکړي، چې ولې يې دغه کار کړى دى او ولې يې پخوا ويشتل.)) د دغه ولايت د شيګل ولسوالۍ يوه اوسېدونکي خليل الرحمن ويلي چې پاکستاني ځواکونو له تېرو څو کلونو راهيسې زرګونه توغندي ويشتي چې خلکو ته يې درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي. د هغه په وينا، دا چې ولسمشر اشرف غني دغه هېواد ته سفر وکړ، نو کېداى شي پاکستاني ځواکونه له دې امله بند کړي وي، خو دغه کار بايد تلپاتی وي. د دانګام سرحدي ولسوالۍ يو اوسېدونکی صفي الله هم وايي چې پاکستاني ځواکونه کله نا کله په دغه کار کې وقفه کوي، خو په بشپړه توګه يې نه دروي. هغه زياته کړې: ((موږ پر دې باوري نه وي چې دغه کار به د تل لپاره بند شوى وي، حتماً هغوى به په دغه کار کې څه ګټه لري او بيا به يې پيلوي.)) د نوموړي په وينا، په تېرو کلونو کې هم چې کله ولسمشر پاکستان ته سفر کاوه او يا د پاکستان کوم چارواکى کابل ته راته، نو د توغنديو ويشتل به يې ودرول. د دغه ولايت اوسېدونکي له ولسمشر اشرف غني څخه غواړي چې د تل لپاره له پاکستان څخه د توغنديو د ويشتلو لړۍ ودروي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery