دخپریدو نیټه : 2014-11-23 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
ترافیکي پېښوکې ۴تنه مړه او ۵ ژوبل شوي دي
سید سلام
په باميانو ولايت کې د ترافيکې پېښو له امله څلور کسان مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.يوه له يادو پېښو په باميانو کې د دوو موټرسايکلونو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله يې د باميانو پوهنتون يو محصل مړ شوى او د يوې ښځې په ګډون په کې درې کسان ټپيان شوي دي.د باميانو په مرکز فولادي سيمه کې هم پرون مازديګر يو ټانکر موټر له سړک اوښتى او له امله يې دوه پنځه کلن ماشومان مړه او يو بل سخت ټپي شوى دى.همدارنګه پرون ماښام د ياد ولايت په فولادي په سيمه کې د دوو موټرسايکلونو ترمنځ د ټکر له امله يو کس وژل شوى او يو بل ټپي دى.