مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-23   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

په غزني کې دری وروڼه چې په افغان سرتیرو کې وو وژل شوي

سید سلام
د غزني ولايت په زنخان ولسوالۍ کې درې پوليس چې وروڼه وو، وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى .د دغه ولايت د والي وياند شفيق ننګ وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د يادې ولسوالۍ بازار ته څېرمه د پوليسو پر پوسته بريد کړى چې له امله یې درې پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دی. د غزني د ملکي روغتون چارواکو ویلي چې د پېښې له ځایه ورته د درېیو پولسیو جسدونه او یو ټپي ور وړل شوي چې درې واړه وژل شوي پوليس وروڼه او د اندړو ولسوالۍ د ميري سيمې اوسېدونکي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery