مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-24   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنې دغمشريکی پيغام

حبيب الله غمخور
پکتياوالو!ستاسوسره پدې ستر ويراوغم کښي ټول افغان ولس ويرجن اوځان شريک بولي . نن يوځل بيادافغان اواسلام دښمنانو دخپل تورلېنگی بادار په هدايت دپکتيکاولايت د یحیی خېلو په ولسوالۍ کې پداسي حال کښي چې زموږ جگړه ځپلي ولس دخپلو شاه زلمو دواليبال د سياليوننداره کول ديوځان مرگی بريدپه نتيجه کښي ۵۰ تنه په شهادت رسېدلي اوتر۶۰ زيات کسان ټپيان سوی دي . قالوانا الله وانا اليه راجعون دادی زموږ دهيواد وحشی دښمنانويوځل بياپه لسگونوکورنۍ دغم پر ټغر کښېنولې .په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه اوروزگان ملي مهالنۍ اداره دې بشری جنايت ته دنفرت په سترگه کتوسره په کلکه غندي اوپرعاملينویې لعنت وايي . موږ پداسي حال کښي چې ځانونه ددې په وينو لړلي اوغمجنې پېښي دشهيدانواوزخميانودکورنيوسره پدې سترغم کې شريک بولو،شهيدانوته فردوس جنت ،دکورنۍ پاته کسانوته یې دجميل صبر او زخميانوته دلوڅښتن له دربارنه عاجل صحت غواړو . ددولتی مشرتابه نه په کلکه غوښتنه لروچې ددې په وينولړلې پېښي په هکله جدی پلټنه اوڅېړنه وکړي ،هغوچې پدې هکله یې غفلت کړی قانونی جزاورکړه شي . دولتی اړونده ادارې بايد دخلکودې پوښتنې ته منطقی جواب پيداکړي چې وايي،كه موددې لوبې دراټولېدونکوسيلانيانوامنيت نه شوساتلي ولي مو دخلكو راټولېدواوددې سياليوترسره کولوته اجازه وركړه؟ اوكه تاسو اجازه وركرې ده نو بيامو ولي امنيت ونشو ساتلاي ؟ ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه اوروزگان ملي مهالنې ادارې په استازيتوب حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery