مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-24   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

په هيوادکي دملي ماتم داعلانولو غوښتنه !

حبيب الله غمخور
له ښاغلی ډاکتر اشرف غنی څخه په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې غوښتنه ! ښاغلې ولسمشر ! دپکتيکاولايت ديحيی خپلو په ولسوالی کښي دپاکستانی نوکرانو لخوادپرون ورځې دعلمناکی او وحشيانه پېښې چې زموږ جگړه ځپلي ولس دخپلو شاه زلمو دواليبال د سياليوننداره کول ،دشهيدانوشمير گړی په گړی زياتېږي ،دادۍ اوس یې شمير ۵۷ تنوته ورسېداودزخميانوحالت تاسو پخپلو سترگو وليد . موږ ستاسونه غوښتنه لرودجمعی مبارکه ورځ چې دقوس يالندی دمياشتي له اومې نېټې سره برابره ده په ټول هيوادکي ملي ماتم اعلان کړی . همدا ډول په افغانستان اوبهرکښي دټولوفرهنگی ټولنو،سياسی گوندونو اوټو لنيزوسازمانوڅخه هيله کوو ،چې په ټول افغانستان اوبهرنيو هيوادونوکښي ددې علمناکی اودردونکی پېښي دشهيدانو اوزخميانوسره دخواخوږی اوملاتړ په موخه دفاتحې مراسم ترسه کړی . دشهيدانو روح ته دعا اوپر قاتلينویې نفرت وواياست . پدې نېک کاربه مودشهيدانوروح خوشحاله کړې اودکورنيوسر به موهمدردی او غمشريکی څرگنده کړې وي . ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery