دخپریدو نیټه : 2014-11-25 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
یوې مېرمنې د زوی په بدل کې ۲۵طالبان وژلي دي
سید سلام
یوې افغان مېرمنې، چې طالبانو یې زوی د دې په مخکې وژلی و، د خپل زوی په بدل کې تراوسه پوري ۲۵ طالبان وژلی دي.دا مېرمن چې د فراه ولایت ده وايي چې زوی یې په دغه ولایت کې د پولیسو د یوه کوچني ټولي مشر و.له دې سره خپله لور او نږور په جګړه کې ملګروتوب کوي.د دې په وینا په وروستۍ جګړه کې یې، چې ۷ ساعته یې دوام وکړ، ۲۵ طالبان ووژل او ۷ نور یې ټپیان کړل.د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وايي چې د ښځو وسله واله مبارزه د طالبانو پر ضد د ستر ولسي پاڅون یو سمبول دی.