دخپریدو نیټه : 2014-11-25 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
ولسمشر اشرف غني نیپال ته روان شو
سید سلام
ولسمشر محمد اشرف غني د سارک سازمان په سرمشريزه غونډه کې د ګډون په موخه د نيپال هېواد پلازمينې کټمنډو ته روان شو.
له ارګه په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر د سويلي اسيا د همکاريو سازمان (سارک) په سرمشريزه غونډه کې د ګډون په موخه نن سهار له کابل څخه د نيپال په لوري روان شوى دى.سرچينې زياته کړې چې ولسمشر به نيپال ته د دغه درې ورځني سفر په بهيرکې په ياد کانفرانس کې د ګډون ترڅنګ دې غونډې ته وينا هم کوي .په خبرپاڼه کې راغلي دي ولسمشر غني به د نيپال له ولسمشر، صدراعظم او د دغه هېواد له يو شمېر نورو چارواکو او همدا راز د سارک د غړو هېوادونو له ځينو نورو مشرانو سره په جلا جلا ډول وګوري .د سرچينې د معلوماتو له مخې په دې ليدنو کې به د سيمه ييزو همکاريو د پراختيا په اړه به بحث او خبرې وشي.