مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-25   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

زابل ولسي وکړو نن احتجاجيه غونډه وکړه

محبوب حکیمي‎

 

زابل ولسي خلکو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او د ولایتي شورا غړو د یوې احتجاجیه غونډي پر مهال د سه شنبې په ورځ د پکتیکا خونړۍ پېښه وغندل او غوښتنه يې وکړل چي دولت دي تر دې وروسته دوست ته دوست او دښمن ته دښمن ووايي.


د دي ولایت اوسیدونکي تر یوي غونډي ورسته لارو او سړکونو ته راووتل او د پکتیکا پېښه يې وحشي او غیري اسلامي عمل وبلل او ددولت څخه يې غوښتنه وکړل چې نور ددوست او دشمن ترمنځ توپیر وکړي او ددوی پروینا پاکستان هغه هیواد دی چې دتیرو څلورو لسیزو راپدیخوا دافغانستان په چارو کې لاسوهنه او دسیسې جوړوي. .
د یادو کسانو له جملې څخه یوه برخه يې دیني عالمان او دسیمي د مسجدونو ملا امامان دي، د دوي په خبره په اسلام کي د بې ګناه انسانانو وژنه نارواه ده، هغه کسان چي ورته عمل کوي الله ( ج ) به يې په خپله سزا ورسوي.


زابل د ولایتي شورا غړی دواد ګلزار د پکتیکا د خونړۍ پیښه په سختو ټکو غندي او دولسونه څخه غوښتنه کوي چې یو شي او ددشمن په وړاندي په یوه مجادله وکړي ځکه دهغه پرونیا که نن بې ګناه خلګ په پکتیکا کې وژل کیږي، سبا به دالړۍ زموږ کورونو ته راشي.


په هیواد کي د نوي حکومت د لوړې تر ورځې وروسته تر اوسه پورې ځانمرګي بريدونه او چاودنې زياتې سوي او دولتي چارواکي د کابينې په اړه په اختلافاتو بوخت دي. د ډيرو په خبره چي دغه چاري په هیواد کي روانو نا امنیو ته زمینه برابره کړې ده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery