مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-25   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

هلمند:سرحدي پولیسو ۱۴۰ کیلوګرامه وچ تاریاک او دوه تنه تورن کسان نیولي دي .

 

په هلمندکي دشپږسوه څلورم سرحدي زون دکشف مدیر سمونمل عبدالاحمد احمدي وایي چي په خانشین ولسوالۍ کي ددوهم کنډک سرحدي پولیسو دیکه ریګ په سیمه کي ۱۴۰ کیلوګرامه وچ تاریاک نیولي دي .
هغه وویل چي سرحدي پولیسو دتیري شنبې په شپه دخاشین ولسوالۍ د یک ریګ په سیمه کي د کمین پرمهال څورلس پارسله وچ تاریاک چي په هرپارسل کي لس کیلوګرامه ځای پرځای سوي دي وه نیول .
ددغه ۱۴۰ کیلوګرامه وچوتاریاکو سره یو ځای یوه عراده پلډر موټر او دوه تنه تورن کسان هم دسرحدي پولیسو لاس ته ورغلي دي .
مدیر وویل چي نیول سوي تورن کسان لومړی عزیز د ادب زوی او محمدنبی د محمدعیسی زوی دی چي اوس مهال پلټني ورڅخه رواني دي .
دغه نیول سوي توکي دهلمند دامنیه قومندانۍ دنشي توکو سره دمبارېزې مدیریت ته وسپارل سوه .
په داسي حال کي دغه نشي توکي دسرحدي پولیسو لاسته ورځي چي اوس مهال دژمني موسم په رارسیدو سره دښووني او زورني ترڅنګ عملیاتي چمتوالی هم نیول کیږي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery