مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-25   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دښځوپر وړاندي دتاوتريخوالي پرخلاف پيغام

حبيب الله غمخور
دښځوپر وړاندي دتاوتريخوالي پرخلاف دنړيوالي ورځي په مناسبت په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې پيغام ! دبشريت په تاريخ کي دڅولسيزوراپدي خوا دنومبر ۲۵ دښځوپر وړاندي دتاوتريخو ا لی پر خلاف دمبارزي دنړيوالي ورځي په نوم نومول سوې ده .داورځ په ټوله نړئ کښي په بيلابيلو بڼو لمانځل کيږي او دښځودحقه حقوقونه چي دبشريت ترنيمايي کله کله زياتېږي ددفاع په خاطر کنفرانسونه اوغونډي جوړېږي . زموږ فرهنگی ټولنه پداسي حال کښي چي ددې تاريخي او وياړلي ورځي په مناسبت زموږ دهيواد او په ټوله نړۍ کي تر بېلا بيلو ستمونو اوتهديدونولاندي ښځېنه او سېدونکو ته ددې نېکمرغه ورځي په مناست مبارکي وايو دويته دخپلو ازاديو دتر لاسه کولوپه لارکي دلازياتوبرياو غوښتنه کوو. موږ دښځو اوماشوم پروړاندي دهرډول تاوتريخوالی ،ظلم اوستم ،تيری اوتجاوز سره مخالف يو اود ښځو پر خلاف هرډول ظلم اوستم پروړاندي دهغوي دحقه حقوقو نه ددفاع په خاطرله دولتی اړونده چارواکونه په کلکه غوښتنه کوو چي چې زموږ دولس دپوره نيمايي دانساني ،اسلامی اوبشری حقوقونه دفاع وکړی . پردې په کلکه ټينگارکووچي د راتلونکې دولتي ادارې د مسوليتونو په وېش کښي زموږ درنو اودمسلکی پوهی خاوندو خوندوته دنارينه ووسره يوځاي دگډ ملي کار زمينه برابره سي . په سويدن کي ددوستۍ دفرهنگی ټولنې دمشرتابه په استازيتوب حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery