مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

مشرانو جرګه: د امنیتي تړون په تایید کې بیړه نه کوو

احمد فیصل
حکومت له مشرانو جرګې غوښتي چې له امريکا او ناټو سره د افغانستان امنيتي تړونونو تایید ته لومړيتوب ورکړي، خو د دې جرګې مشر وايي، چى دوى به په دې اړه له بېړې کار وانه خلي. افغان او امريکايي حکومتي چارواکو ياد تړونونه د تېرې تلې مياشتې په اتمه لاسليک او ولسي جرګې د ليندۍ په دويمه تصديق کړل. د مشرانو جرګې په پرونۍ عمومي غونډه کې د دې جرګې نايب منشي سيد عزيزالله الفتي وويل، چې حکومت د يوه مکتوب له لارې له دې جرګې غوښتي،چې د لندن له کنفرانس وړاندې دې مشرانو جرګه ياد تړونونه تایید کړي. د الفتي په وينا، په ليک کې راغلي، چې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو لپاره د لندن تر کنفرانس مخکې د ملي شورا له خوا د دې تړونونو تایید کېدل اړين دي. ټاکل شوې،چې د افغانستان په اړه ياد نړيوال سياسي او اقتصادي کنفرانس د روانې ليندۍ مياشتې په ١٣مه او ١٤مه په لندن کې جوړ شي. خو د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار بيا وايي،چې دغه جرګه د يادو تړونونو په تصديق کې له بېړې کار نه اخلي او هغه څه کوي،چې د افغانستان د ملت په خير وي . هغه زياته کړه :"د مشرانو جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون دې امنيتي تړونونه ښه په غور وګوري او بيا دې د پرېکړې لپاره عمومي غونډې ته وړاندې کړي، ډېره عجله په کار نه ده ." دغه تړونونه شاوخوا دوه اونۍ وړاندې ملي شورا ته استول شوي، ځکه چې د اساسي قانون له مخې، د دولتونو تر منځ د معاهداتو او بين المللي ميثاقونو تصديق او يا له هغو څخه د افغانستان بېلول د ملي شورا له واکونو دي . د دې تړونونو له مخې، شاوخوا لس زره امريکايي او يو شمېر د ناټو د نورو هېوادونو پوځيان له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې پاتې کېږي او له افغان ځواکونو سره د روزنې په برخه کې مرسته کوي. د کابل او واشنګټن تر منځ د ياد تړون له مخې به امريکايي ځواکونه په بګرام، کابل، مزارشريف، هرات، کندهار، شينډنډ ، ګردېز او هلمند کې ځاى پر ځاى شي او امريکا به د افغان ځواکونو د تجهيز او تمويل په برخه کې مرستې کوي. دغه راز په دې تړون کې د نورو مسايلو تر څنګ، په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو تدارکات له ماليې معاف دي او هغه امريکايي عسکر به په خپل هېواد کې محاکمه کيږي، چې په افغانستان کې جرم کوي. پخواني ولسمشر حامد کرزي او امريکايي چارواکو تر منځ د دې تړون په اړه ډېرې ناندرۍ وشوې، خو کرزي سره له دې چې مشورتي لويې جرګې د لاسليک مشوره هم ورکړه،دغه تړون لاسليک نه کړ. کرزي، په افغانستان کې د سولې ټينګښت، د افغانانو پر کورونو د پوځي عملياتو بندول او ځينې نور شرطونه د دې تړون د لاسليک لپاره وړاندې کړي و. هغه په دې باور دى ، چې که امريکا او پاکستان وغواړي په افغانستان کې سوله ټينګېداى شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery