مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

برېتانیا په افغانستان جنګي ماموریت پای ته ورساوه

احمد فیصل
برېتانیا ویلي و چې د روان کال تر پایه به په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت ختم کړي او د افغانستان له سوېله به خپل ټول عسکر وباسي. وړمه ورځ په هلمند کې مېشت ټول انګلیس عسکر ووتل او د دغو عسکرو په ویاړ د کندهار په هوایي اډه کې مراسم جوړ شوي وو. برېتانیا په افغانستان کې له دیارلسو کلونو پوځي حضور وروسته وړمه ورځ د افغانستان له جنوبه خپل پاتې ټول عسکر و ایستل. له ۲۰۰۱ کال راهیسې ۴۵۳ انګلیس عسکر د افغانستان په جګړو کې وژل شوي دي. انګلیس عسکرو په تېر اکتوبر میاشت کې په هلمند ولایت کې خپله پوځي اډه افغان ځواکونو ته سپارلې وه او د دوشنبې په ورځ د برېتانیا د شاهي هوایي ځواک پوځیانو او عسکرو ته د کندهار هوایي اډه کې به نیول شوو مراسمو کې مخه ښه وویل شوه. د برېتانیا دفاع وزیرمایکل فالون په یوه بیان کې ویلي: ((د برېتانیا وسله وال ځواکونه د افغانستان په جنوب کې د خپلو عملیاتو پر بشپړولو ویاړي. موږ د دغو پوځیانو له مېړانې او فداکاریو مننه کوو او افغانستان دا مهال د يوې باثباته راتلونکې لپاره تربل هر وخت ښه فرصت لري. د کندهار له هوایي اډې ته زموږ تلل یوه تاریخي لحظه ده.)) فرانسپرس لیکي، زیات شمېر انګلیس عسکرو په هلمند ولایت کې پوځي عملیات کړي، په کوم ځای کې چې لا هم طالب وسله وال فعال دي او د کوکنارو د کر اصلي مرکز دی. د روان عیسوي کال په پای کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو جنګي ماموریت پای ته رسېږي او له هغې وروسته به دوی د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ چارې پرمخ وړي. انګلیس پوځیان به په ۲۰۱۵ م کال کې له کابل بهر په پوځي اکاډمۍ کې د افغان پوځیانو د روزنې د چارو څارنه هم کوي. انګلیس ځواکونه په داسې حال کې د افغانستان له جنوبه ووتل چې د یکشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت په یحیی خېلو کې د والیبال د لوبې په ننداره کوونکو د ځان مرګې برید له امله ۵۷ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ټپپان شوي دي. دغه راز د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې په یوې حمله کې د ناټو دوه عسکر هم ووژل شول.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery