مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د هروینو نهه فابریکې ویجاړې شوې

احمد فیصل
چارواکي وايي چې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو د هېروينو نهه فابريکې له منځه وړې دي. د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال وايي چې دغه عمليات وړمه شپه ناوخته افغان او بهرنيو ځانګړو ځواکونو ترسره کړې دي. هغه زياته کړه چې په دې عملياتو کې د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړې قطعې، دملي دفاع وزارت کومانډو او د ايساف ځواکونو برخه اخيستې وه. دى وايي چې ددې عملياتو په ترڅ کې د هيروئينو نهه فابريکې او په زياته کچه نشه يي توکي له منځه وړل شوي دي. د مشرقيوال په وينا، په له منځه وړل شويو توکو کې ١٠٠ بيلره مورفين ،١٠٠٠ کيلو ګرامه امونيم کلورايډ او ٨٠٠ ګيلنه تېزاب چې د هيروئينو په جوړولو کې ترې ګټه اخيستل کېږي شامل دي. د امنيه قوماندانۍ وياند دغه راز وويل چې تېره ورځ ناوخته د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې ددې ولايت په نازيانو ولسوالۍ کې بريد کړى دى. مشرقيوال زياتوي چې په دې بريد کې دوه تنه پاکستاني وسله وال چې د فضل الله ډلې غړيتوب يې درلود وژل شوي دي. بله خوا وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې په دې هوايي بريد کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خو بهرنيو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery