مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

شنونکي: د نظام له دننه له ترهګرو سره مرسته کېږي

احمد فیصل
د امنیتي چارو ځيني کارپوهان وایي، تر هغو چې د افغانستان دولتي بنسټونه په جدي توګه تصفیه نه شي په دغه هېواد کې به د بېګناه کسانو د وژلو لړۍ دوام وکړي. په افغانستان کې د ځانمرګو او چاودنو زیاتېدو د امنیتي چارو د ځينو کارپوهانو تند غبرګونونه را پارولي دي. ځينی دغه کارپوهان وایي چې د افغانستان په نظام کې داسې کسان شته چې له تروریستانو سره اړیکې لري او له همدې امله په وروستیو کې په افغانستان کې نا امنۍ زیاتې شوې دي. د امنیتي چارو کارپوه هلال الدین هلال ازادۍ راډیو ته ویلي چې په نظام کې دننه د دې ډول کسانو په پېژندنه کې استخباراتي ضعف د دې لامل ګرځېدلی چې ملکي وګړي د تروریستي حملو قرباني شي. هغه وايي: ((زه په دې باور یم چې تر اوسه هم زموږ په امنیتي او حکومتي ادارو کې داسې کسان شته چې له شبکو سره لاس لري؛ تر څو چې دغه ادارې په داخل کې تصیفه نه شي او ظرفیتونه لوړ نه کړي چې د دغو شبکو مخه ونیسي، په افغانستان کې به دغه مشکل همداسې دوام لري.)) هلال وایي، دا اړینه ده چې افغان ولسمشر دولت د هغو کسانو له شتونه تصفیه کړي چې په یو نه یو ډول له تروریستانو سره اړیکې لري. دا یوازې د کارپوهانو نظر نه دی، بلکې له دې وړاندې ځینو دولتي چارواکو او د ملي شورا غړو هم په دولت کې دننه د داسې کسانو د شتون خبره کړې وه چې په تروریستي پېښو کې له تروریستانو سره همکاري کوي. خو تر اوسه په ځانګړې توګه په دې ډول پېښو کې د لاس لرلو په تور د کوم دولتي چارواکي نوم نه دی ښودل شوی. په همدې حال کې د کورنیو چارو پخوانی وزیر فقیرمحمد فقیر وایي، که د استخباراتي او کشفي ارګانونه مسوولین وطن دوستانه احساس ولري، نو دا به ډېره سخته نه وي چې نظام له دې ډول کسانو څخه پاک کړای شي. هغه زیاته کړې: ((که چېرې دقت او د وطن پرستۍ پیاوړې ورحیه موجوده وي، د هغه پېژندنه او مخنیوی ستونزمن کار نه دی. زما په نظر که استخبارات دغه کار نه شي کړای چې دنده یې هم ده نو بیا موږ استخبارات نه لرو، د دفاع وزارت په موټر کې بمونه ځای پر ځای کېږي، خپله امنیه قوماندان هم وايي چې لاس ورسره شته، د چا لاس دی، همدا ادارات ورسره لاس لري.)) دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو دوو میاشتو کې په افغانستان کې راکټي او ځان وژونکو حملو او چاودنو د پخوا په پرتله زور اخیستی دی. تر ټولو تازه پېښه د پکتیکا په یحیی خېلو ولسوالۍ کې په یوې چاودنه کې سلو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. که څه هم افغان چارواکي په امنیتي بنسټونو کې د دې ډول کسانو شتون ردوي خو کارپوهان وایي تر هغو چې له نظام څخه دننه له تروریستانو سره مرسته ونه شي، دا ناممکنه ده چې هغوی دې په افغانستان کې په دې کچه حملې وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery