مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

مسلمیار: له پاکستان سره مرموزه جګړه دې علني شي

احمد فیصل
د مشرانو جرګې یو شمېرغړي په هېواد کې شته نا امنۍ په افغانستان کې د پاکستان مرموزه جګړه بولي او وایي چې دا جګړه باید ختمه شي، که نه باید په علني جګړه بدله شي. د دغه جرګې غړیو د سې شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې پاکستان ته ګوته ونیوله چې د پکتیکا په پيښه کې لاس لري. دوی همدا رنګه وویل چې، پاکستان د افغانستان پر وړاندې صداقت نه لري او له دې وروسته به هم د دغه هېواد پر وړاندې دوه ګوني سیاست ته دوام ورکړي. سره له ده چې پاکستاني چارواکو د پکتیکا په یحیی خیلو ولسوالۍ کې د یکشنبې ورځې حمله وغندله، خو افغان سناتوران بیا هم پاکستان په دې پيښه کې په لاس لرو تورنوي. د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار د سې شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وویل چې، افغان حکومت باید له پاکستان سره په اړیکو کې د افغانستان ګټې په پام کې ولري. ښاغلي مسلمیار زیاته کړه چې، پاکستان باید نور د افغانستان پر وړاندي پټه جګړه ختمه کړي: ″د افغانستان حکومت باید د نړېوالې ټولنې په مرسته له دوی سره خبرې وکړي او نور دغه مرموز جنګ چې دلته پيل شوی او ملت مو وژني، که دا د افغانستان او پاکستان تر منځ په علني جنګ بدل شي، زه فکر کوم چې دا د افغانستان د ملت په خیر ده.″ د پکتیکا ولایت په یحیی خیلو کې د یکشنبې په ورځ په یوې ځان وژونکې حملې کې نږدې شپیته تنه چې د والیبیال د لوبې لیدو ته راټول شوي و، ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شوه. د دغې پيښې زیاتره قربانیان ځوانان او ماشومان و. په همدې حال کې یو شمیر سناتوران وایې، ګاونډي هیوادونه په ځانګړي توګه پاکستان په افغانستان کې په روښانه توګه لاس وهنه کوي. د مشرانو جرګې غړي هدایت الله رهایې د دغې جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل چې، د پاکستان حکومت د افغانستان د حکومت او خلکو پر وړاندې بې پروایې کوي: ″اوس وینو چې د ګاونډیو په ځانګړي توګه پاکستان مداخلې روښانه شوي دي. د پاکستان حکومت نن ورځ افغانستان خپل د لاس آله ګرځولی دی. نه زموږ د حکومت او نه هم زموږ د خلکو پروا لري. په حقیقت کې افغانستان نن د پاکستان په استعمار کې دی.″ په هیواد کې وروستۍ ناامنۍ او په ځانګړي توګه د پکتیکا پيښې د عامو خلکو او افغان چارواکو سخت غبرګون را و پاروه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery