مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د پکتیکا د پېښې د ۱۶ کسانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی

احمد فیصل
په کابل کې د سردار محمد داوود خان د روغتون سرطبيب وايي چې د پکتيکا د پېښې له ټپيانو څخه د ١٦ روغتيايي حالت اوس هم داندېښنې وړى دى. د پکتيکا په يحيى خېلو ولسوالۍ کې د واليبال لوبې پر مهال ځانمرګي برید کې د ماشومانو، ځوانانو، لوبغاړو او سپين ږيرو په ګډون ٦١ تنه ووژل شول او تر ٧٠ زيات نور ټپيان شول. که څه هم له يادې پېښه دوه ورځې تېرې شوې، خو تر اوسه وسله والو طالبانو يا کومې بلې ډلې يې مسووليت نه دى اخيستى، خو د ملي امنيت عمومي رياست پرون وويل چې دا پېښه د حقانې ډلې طرحه او ترسره کړې ده. د يادې پېښې ٥٤ تنه ټپيان په هماغه شپه کې د کورنيو او ملي دفاع وزارتونو په چورلکو کې کابل ته را ولېږدول شول او دا مهال د سردار محمد داوود خان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. د ياد روغتون سرطبيب بريد جنرال سيد عباس منګل د ليندۍ په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يادې پېښې ورته ٥٤ ټپيان راوړل شوي وو، چې د ٣٣ تنو يې لوى جراحي عمليات ترسره شوي دي. هغه زياته کړه، چې تر اوسه په روغتون کې دوو ټپيانو د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې او د ١٦ نورو ټپونه اوس هم سخت او روغتيايي حالت يې داندېښنې وړ دى . د نوموړي په وينا، شپږ تنه ټپيان د کوما په حالت کې دي او د پاتې نورو ټپيانو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ وباله. د ټپيانو په اړه دى وايي : (( موږ له تېرو څو کلونو راهيسې ډېر ټپيان ليدلي، خو د لومړي ځل لپاره مو داسې ټپيان وليدل چې په وړو چرو سخت ټپيان شوي دي. )) منګل وويل چې د ډېرو ټپيانو د بدن دننه برخې زيانمنې شوې دي او دوى يې ددرملنې هڅه کوي. ده زياته کړه چې په ټپيانو کې ١٧ ماشومان او ٣٧ نور يې لويان وو، چې له يو شمېر سره يې د کورني غړي راغلي او داسې ټپيان هم شته، چې د کورنۍ غړي يې دلته نشته. د سلابن په نامه يوه سپين ږيري چې د يحيى خېلو له ټپيانو سره راغلى، په ياد روغتون کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تره د کورنۍ يې له ٥ څخه تر ٩ کلونو پورې پنځه ماشومان وژل شوي دي. هغه د افغانستان له حکومت، د ملي شورا له غړو او نورو چارواکو مننه وکړه، چې روغتون ته د ټپيانو د درملنې په موخه راځي او لازمې مرستې هم ورسره کوي. ده زياته کړه، يوه وکيل ژمنه وکړه، چې شپږ تنه سخت ټپيان به له هېواده بهر د درملنې په موخه ولېږدوي، خو نوموړي ددغه وکيل نوم وانخيست .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery