مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

حمید ماشوخېل/ اوله برخه، عبدالباري جهاني


                             

                      تقریبا دوه نیمی پېړۍ پخوا  د پېښور سره نیژدې د ماشوخېلو په کلی کی په یوه ډېر غریب محيط کی د عبدالحمید ماشوخېل په نوم یوه شاعر ژوند کاوه چی  په ژوند کی یې لږو خلکو د احوال خبر واخیست.خو ،د پښتنو د هېشگی دود او دستور سره سم ،پسله مرگه ډېر وستایل سو. چا د پښتو ژبی  بېدل،چا د پښتو سعدی او چا د موشگاف لقب ورکړ.قلندر اپرېدی په خپله زمانه کی د پښتو ژبی په شعر کی بل حریف نه وینی  مگر کله چی خبره حمید ماشوخېل ته رسېږی نو وایی:


 د پښتو ژبی په شعر  په دا خپله زمانه کی
 پرې دی نه ښود قلندره بې حمیده بل حریف


او یا قاضی میر احمد شاه رضوانی لیکی:


بیا په دور د تېمور شاه اودل له ورایه
ماشوخېلو کی را وخوت حمید خان
چی یې وپېیل په زور د طبیعت خپل
د الفاظو په ځای ستوری د اسمان
 
البته د قاضي میراحمد شاه رضواني دا خبره د تأمل وړ ده چي حمید ماشوخیل  د تیمور شاه دراني په عصر کي بولي او لا یې د شعر څخه داسي ښکاري چي ګواکي د ماشوخیل شاعري د تیمور شاه په زمانه کي پیل سوې ده. ماشوخیل د اورنګزیب د مړیني په وخت   ۱۷۰۷کي شاعر دی او د هغه د زمانې د آرامی او عدل او انصاف یادونه یې کړې ده. نو د تیمور شاه په زمانه کي  چي له ۱۷۷۳  څخه پیل کیږي باید لږ ترلږه د پنځه نیوي کلونو په شا و خوا کي وي. دا وخت پیر محمد کاکړ ژوندی دی او لایې خپل دیوان بشپړ کړی نه دی او د حمید ماشوخیل نوم په تللیو او وفات سویو شاعرانو کي یادوي.
پس له دوی نه موشګاف عبدالحمید دی
چي یې ووې ښه نازک نکته دان شعر

همدغه تیر وتنه مشهور انګریز مستشرق میجر راورټي هم کړې ده. هغه د پښتو ګرامر په مقدمه کي، د پښتو ژبي د نورو شاعرانو تر څنګ، د حمید ماشوخیل نوم، ډیر په درنښت یادوي او وايي چي د پښتو ژبي له نورو شاعرانو څخه وروسته نو د ملا عبدالحمید نوم راځي چي د تیمور په زمانه کي، د تیري پیړۍ په وروستیو کلونو کي، را پورته سو. دی د پښتو ژبي شیخ سعدي دی، او زه باید ووایم چي زما د ده شعرونه، له خوشحال خان څخه پرته، تر ټولو نورو شاعرانو خوښ دي. د ده د شعر ښکلا او ادبي ترکیبونه حتی د فارسیانو په منځ کي، چي ډیر غني کلتور لري، هم شهرت لري او ده ته یې د موشګاف لقب ورکړی دی.
عبدالحمید ماشوخېل  د پښتو ژبی داسی شاعر دی چی اشعار یې خصوصا د شکل د پوخوالی له کبله معمولا د پښتو ژبی  د کلاسیکو  شعرونو د نمونو په حيث راوړل کېږی.دی د پښتو ژبی یوازینی شاعر دی چی هم یې زیات او هم یې ښه شعرونه لیکلی دی . سید انورالحق جیلانی د حمید ماشوخېل د درو مرجان   په نوم چاپ کړی دېوان په مقدمه کی لیکی» د حمید د طبع ازمایی میدان زیات ترغزل دی.او په غزل کی یې هم ځانته یو بېل رنگ قایم کړی دی.قیاس دا وایی چی له ده نه مخکی خوبه  د خوشال او رحمن دواړو رنگونه موجود وه خو دی په یوه پسی هم نه دی تللی. ده د تشبیهاتو، استعارو او اشارو کنایو  استعمال زیات کړی دی او په دې فن کی د استادی ترحده رسېدلی دی. د ده په شعرونو کی به کمتره چېری داسی شعر  راوزی چی ساده به وی . کنه نو په شعر کی یې  د خیالاتو ندرت،د مضمون نزاکت ، د تشبیه جدت او د مثال یو بې مثاله  لطافت موجود دی« که چېری د حمید ماشوخېل  دا یو غزل راواخلو نو پوهېږو چی یوازی  انورالحق جیلانی نه بلکه  هر چا چی  د حمید ماشوخېل د نازکخیالۍ   په باب څه ویلی دی کم یې ویلی دی.
آهو چشمو چی یې زړه په افسون وکیښ
هغو سر له ودانۍ په هامون وکیښ
انتظار یې د نرگس گونه کړه ژړه
سروی سر پسی له باغه بېرون وکیښ
دا یې ښاخ د گل سره په تلوار پرې کړ
 که د زړه سره می ترکو لړمون وکیښ
په هغو د هوس ووړکی ټولون نه کا
چی له غاړی یې ځنځیر د جنون وکیښ
بېهوده یې صبحدم بولی  وگړی
دغه آه  زما له غمه گردون وکیښ
هر یو داغ شی  د پېغور را پوری نښلی
چی بې یاره می هر دم د ژوندون وکیښ
واسمان ته به د شعر زینې کښېږدی
که حمید د غم له سره زنگون وکیښ
                           حمید ماشوخېل یوازی د عشق له غمه  د جنون ځنځیر غاړی ته نه اچوی او نه  یوازی د نرگس په ژړه گونه کی  د هجران او انتظار نښی وینی . هغه  د خپلی ټولنی او محیط په غم شریک دی، او د  شعرونو څخه  یې  د وخت شرایط  صفا څرگندېږی. په  خپل وخت کی یې  د مغولو له ظلم او تاړاک څخه نارې وهلی دی او هم یې د حاکمانو  د تېری او تجاوز نه شکایت کړی دی او هم یې پر هغو ریاکارانو باندی حملې کړی دی چی  خلک په سپینو جامو غولوی او د پرهېز په لستوڼی کی یې ماران ساتلی دی. اود  رب د ثنا صفت  نه یې  لومه جوړه کړې ده .دی وایی:
 غاښ دی وخاته په بله شوې  کنډاس
لا دی نه خېژی له بدو چارو لاس
لکه وخوری په شکرو کی څوک زهر
هسی ته له دین بېدینه  کړې خناس
دا چی ته ورته بزرگی وایی گرگی ده
د څربښت گومان دی کېږی په آماس
له هغه صیاد حمید وساته خدایه
چی یې لومه کړه د رب ثنا سپاس
                             عبدالحمید ماشوخېل په یوه غریبه کورنۍ کی دنیا ته راغلی دی  او د عمر ترپایه پوری  یې په غربت او  خوراۍ کی شپې تېری کړی دی. د مال اودولت د نه لرلو له کبله چندانی د خپلی مېنی او خپل ټاټوبی نه هم لیری نه دی تللی .په وطنونو او ملکونو نه دی گرځېدلی او دغه علت دی چی چندانی چا نه پېژانده  او د عمر شپې ورځی یې ټولی په گمنامۍ کی تېری کړی دی . خو د دې پر ځای چی د فلک د ناخوالو  اود بنیادمود  بې قدرۍ  څخه گیله وکی  سر یې لا  هم اوچت نیولی  او  د چا په تخت و تاج کی ری نه وهی.
سرزما سرکوزی نه منی د تاج
گڼه تاج دی زما سر وته محتاج
تاج او تخت چی گدایان شړی له دره
بادشاهانو سره اوسی لا علاج
پټ پرهر ظاهروی د زړه په مخ کی
څوک چی خوله بیرته کوی په احتیاج
دروېشی په تاج و تخت باندی زوال خوری
 تخت او تاج لره  زوال تخت و تاراج
له تروو ترخو   تریو  تریخ  مه شه حمیده
په دا زهرو  اموخته لره مزاج
                             حمید ماشوخېل  چی څه ویلی  هغه یې ښه ویلی دی . او د قاضی میر احمد شاه رضوانی په قول د الفاظو  پر ځای یې د اسمان ستوری  پېیلی دی.او بېځایه نه ده چی  په خپل کلام دونه مغرور دی چی  وایی
اوس د فکر توره واچوه حمیده
 چی دی نشته په پښتو کی بل  حریف
                    دا چی د ده په ژوند کی به هم   د ټنگ ټکور په محفلونو کی د ده ښایسته غزلی ویل کېدلې کنه دا چندانی معلومه نه ده. خو نن سبا چی څوک د خط و خال   توصیف زمزمه کوی  نواکثرا حمید  وایی. په افغانستان کی د پښتو ژبی  مشهور سندرغاړی ناشناس د ټولو هغو کسانو  غوږونو ته د حمید خوږ او په ضمن کی  له درده ډک کلام ورساوه چی  د کتاب  د لوستلو  څخه بې برخی  او لیک لوست یې زده نه دی.
 خط پر مخ د صنم راغی که سپوږمۍ سوه په هاله کی
 دا یې غاښ په خوله کی زېب کا که  ژاله سوه په لاله کی
دا زما له غمه شین زړه  پکښی  خیال د یار د شونډو
هسی رنگ زېب و زینت کا  لکه می په  شنه پیاله کی
ما وې عین گڼه گل دی د سبزې په لمن نغښتی
 که می کوت یو گل اندام و  پروت په سبزه دوشاله کی
که یار غواړې هومره ژاړه څو درځی عبدالحمیده
  دا په دا چی در مونده  شی په دریاب نه په ناله کی
په دې کی شک نسته چی د حمید  مومند اکثر غزلونه د پښتو د کلاسیک ادب شهکارونه دی اوډ ېر ځله  د شعر او اد ب  له محفلونو نه نیولې  بیا د یارانو  د ټنگ ټکور  تر تودو مجلسونو پوری  هر کونج  جلا جلا ورباندی رنیگن سوی دی.چا یې د خط وخال کیسو ته غوږ نیولی ، څوک یې د بېلتانه له سوزه ډکو  نارو ژړولی دی  او څوک یې له ساقی سره  په رازو نیاز کی ځان شریکول غواړی.
راشه راوړه  ساقی می بې درشتۍ
 محتسب له جنگه راغی په اشتۍ
مستانه می د احسان  په یوه جام کړه
بې ارامه زړه می څه خو په ارام کړه
ساقی  راسه راکړه می په ښه ساغر کی
بیا هوس د بېخودۍ را غی په سر کی
چی یې غوڅه په مدت د  وصل لار کړم
سوال  جواب  د زړه ادا په  غوږ د یار کړم
راشه راوړه ساقی می مجلس ارای
یار وعده د راتلو کړې ده په ځای
مالا مالی پیالې راکړه چی یې نوش کړم
تر وصال یې  غم د هجر فراموش  کړم
                       حمید  به چا لږ او چا ډېر لوستی وی. خو چا چی د هغه نیرنگ عشق  نه وی لوستی  گواکی حمید یې نه دی لوستی ، یا لږ ترلږه نیمگړی یې لوستی دی.د حمید د کلام زور، د خیال پرواز ، د فکر ژوروالی او د طبعی نازکی د هغه د نیرنگ  عشق په ترجمه کی معلومېږی. نیرنگ عشق  د فارسی ژبی  یوه پوخ شاعر  مولنا محمد اکرم غنیمت  د مغولی پاچا  محی الدین اورنگزېب  په زمانه کی  په پنجاب کی لیکلی دی. د دې منظوم داستان ټول هدف  له مجازی عشق نه حقیقی  معشوق ته رسېدل دی. د داستان په سر کی په پنجاب کی د اورنگزېب  عالمگیر د یوه  مقتدر امیر زوی  عزیز، د شاهد په نوم یوه رقاص هلک باندی زړه بایلی. داستان د مینی  په داسی توند اور پیل کېږی چی توصیف یې  یوازی د حمید په وس پوره دی اود  پوهېدلو دپاره یې باید پخپله د نیرنگ عشق کتاب وکتل سی.د بېلتانه او وصال څو کیسی  داستان اوج ته رسوی او بالاخره دایمی بېلتون راځی او د عزیز عشق د جنون مرحلې ته رسوی. عزیز لېونی کېږی ، گرېوان څیری، له خپل اوپردی  لاس اخلی ، خوراک او څښاک پرېږدی او په خوب او ویښه  بېله شاهده بل څه په سترگو نه وینی. بالاخره د مجازی عشق  جنون او د مجازی معشوق بېلتون   د عزیز په سینه کی  د حقیقی معشوق د مینی شمع لگوی  او له مجازه یې  حقیقت ته رسوی.
چی یې وشلېده د یار د راتلو  طمع
نا مېندۍ کړه ورته بله  بله شمع
اواره یې کړه یکسر خپل او پردی
شپه او ورځ یې هم خانه شوه بېخودی
هسی شان یې د یار غم لاس او گرېوان کړ
چی یې ملک ته د جنون حکمی روان کړ
نهایت چی د مجاز مینی اوتر کړ
حقیقی معشوق یې  لاس سمدستی ورکړ
د مجاز  په ډبلو زرې زرې شوې
د صورت  د  پرستش په اور ایرې شوې
شوې هغه ایرې رانجه د ده د سترگو
یو په سله یې  شو تېز لیده د سترگو
پرې یې ځیر د حقیقی شاهد جمال کړ
له نقصانه یې حاصل دغه کمال کړ
د صورت له کشمکشه په ارام شو
ارامگاه یې د معنو بیت الحرام شو
هسی رنگه خوا په خوا شو له شاهده
چی یک لخته بې پروا شو له شاهده
وسیله یې حقیقت وته مجاز شو
وحبیب ته یې  رهبر غیر و غماز شو
ماته یاد دی هغه بیت  د مولوی
دا مضمون پکښی لیکلی معنوی
عشق همدم لره  اگرچه مجازی وی
میدان وگټه اگرچه په بازی وی
که دی زړه د حقیقت په کار سازی وی
مینه مه پرېږده اگرچه مجازی وی


                       د حمید د شعری قدرت یو مثال  د نیرنگ عشق د داستان د هغی برخی  ترجمه ده چی  د پنجاب سیمه پکښی ترسیم  سوې ده . د نیرنگ عشق داستان په همدغه سیمه کی  ایجاد سوی او په همدغه سیمه کی  پای ته رسېدلی دی. او حمید هم ځکه ددغی سیمی د ترسیم او توصیف په ترجمه کی  د کتاب د نورو برخو په څېر  په پوره مهارت  قلم ځغلولی دی.
 چی په خاورو یې قسم آب گوهر خوری
د دې هسی ملک اوبه به بختور خوری
گردو باد یې د صحرا  عطر فرسای دی
اسمانونه یې د  ځمکی خاک پای دی
هر گیاه  یې پېچ و تاب لری د زلفو
تمامی داب و  آداب لری د زلفو
هر مرغه یې په سبزه هسی شان کښېنی
لکه خضر په چشمه د حیوان کښېنی
چی گلونه یې جلوه په خاورو وکه
د یاقوتو په اور ویلی کاندی ځمکه
چی یې باد  باده د گلو  وڅښی پاڅی
د بلبلو په نغمو په سرود ناڅی
په بازار کی یې بتان په هر  هر لوری
په سرو شونډو  له کوثره شکر پلوری


                  

    د حمید  د قلم او شعر زور د نیرنگ عشق په کتاب کی معلومېږی. د ده فکر  د مضمون   په حساب زندانی دی او مجبور د ی چی دکتاب  په ترجمه کی لږ ترلږه د مضمون امانت وساتی.او د بلی خوا یې  د الفاظو او کلماتو  په انتخاب او د مضمون په ښایسته کولو کی دونه پرواز  ته وزرونه خلاص کړی دی چی ځینی  منقدین په دې عقیده دی چی  د نیرنگ عشق  پښتو ترجمه له فارسی متن نه ښایسته ده.د حمید  نیرنگ عشق داسی  اثر دی چی د پښتو ادبیاتو په تاریخ کی  د هغه مثال پیدا کېدل  غیر ممکن کار دی. داسی ښکاری چی حمید یوازی د مولنا غنیمت د نیرنگ عشق کتاب د ترجمې دپاره نه دی انتخاب کړی، بلکه د شعر اوادب  په میدان کی په غېږ هم ورغلی دی.او که چېری ووایو چی د  ادبی پهلوانۍ  په دې میدان کی  یې دغه  لوبه گټلې ده  نو ډېره بې انصافی به مو نه وی  کړې. بالاخره حمید د نیرنگ عشق  کتاب په دغو بیتونو  ختموی  او داسی ښکاری چی د خپل کار څخه ډېر راضی دی.
ماچی وپېیل دا در په باریکۍ
غوږو ورکړې یو تر بل مبارکۍ
چی د آب سړه هوا یې شوه ولاړه
د یاقوتو له بازاره گرمی ولاړه
 که څوک غواړی دا شراب حیرت انجام
مونده کېږی د جامی په ښکلی جام
شعر نه دی دا خوناب  د زخمی زړه دی
 یا وتلی وروستی دم د خولې د مړه دی
دا زوږا ده په کباب داور د پاسه
که پری دی نغښتی مخ په څو لباسه
یا نغمه د نیم بسمل مرغه د خولې ده
یا مجنون ته معمی  ښکلې لیلې ده
یا د وینو اباسین وهلی موج دی
یا د ښاره د حیرت وتلی فوج دی
څو وهی د فکر ژامی باندی شخوند
زیاتوی زما شکری هومره خوند
نه دی کار د هر نااهله بوالهوس
چی قدم ږدی د دې ناوی  په جوس.
                                    کله چی  د مولنا غنیمت  د نیرینگ عشق د فارسی متن وروستۍ برخه  د حمید مومند د پښتو نیرنگ عشق د وروستیو بیتونو سره مقایسه کړو نو   له یوې خوا د حمید د  کلام زور او د بلی خوا د  هغه د ترجمې سبک  او او لار  را معلومېږی. موږ دې خبری ته متوجه کېږو چی  حمید په څونه کمال هم د متن امانت ساتلی او هم یې څونه خپل خیال ازاد پرواز ته پرې ایښی دی. مولنا غنیمت  د نیرنگ عشق په پای کی  دغه بیتونه او مفاهیم، چی  حمید ماشوخېل   په پښتو ورڅخه ترجمه کړی دی دا سی راوړی.
چو من این گوهر سیراب سفتم
شنیدن را مبارکباد گفتم
نه شعر این انتخاب عشق بازیست
ترواشهای زخم جانگدازیست
نه شعر این شورش امواج خونست
حدیث از لب زخم درونست
نه شعر این ناله خوبی نواءیست
 شکست شیشه دل را صداءیست
 حدیث عشق بود از گفتنم دور
 ولی بودم بحکم امر معذور
 نیاز وناز حرف گفتنی نیست
 گهر بس ازنزاکت سفتنی نیست
سخن گفتم بامید تمیزی
 گهر سفتم به تکلیف عزیزی
        د دې   نظم د وروستی بیت  څخه  د مولنا غنیمت  مطلب دا دی چی د نیرنگ عشق داستان یوه واقعی قصه ده. او  ده د نواب مکرم خان د زوی  عزیز په غوښتنه  لیکلې ده.  کله چی عزیز د شاهد په مینه  کی ناکام سو، او  د لېونتوب سرحد ته  ورسېدی، اود  مینی په دغو لمبو کی د مجاز څخه د حقیقت   پوړۍ ته ورسېدی، نو یې  د خپل پیر  او مرشد  مولنا غنیمت څخه غوښتنه وکړه چی د هغه د مینی  د اور کیسه په نظم او مثنوی کی راوړی او مولنا هم د خپل مرید ناز پر مځکه نه د ی اچولی دی او دغه قصه یې د مثنوی په شکل  لیکلې ده .
حمید ماشوخېل دغه ورته یوه بله کیسه ، چی  د فارسی ژبی  یوه بل مشهور شاعر هلالی لیکلې وه  په پښتو  نظم ترجمه کړه. حمید د شاه وگدا د کیسې پښتو مثنوی   په  يوولس سوه اوه دېرش  هجری قمری کال کی پای ته ورساوه.  اود  پښتو ادب خزانې ته یې  د مرغلرو یو بل داسی لاړ ور وباخښه چی  د پښتو په ژبه کی د هر چا کار نه و، اوسړی ویلای سی چی  د نیرنگ عشق د داستان په  څېر یوازی د حمید کارو اوبس.  د شاه و گدا کیسه  هم د نیرنگ عشق په څېر دیوې سوزونکی مینی داستان دی.  خو په  دې توپیر چی په نیرنگ عشق کی مینه له مجاز څخه پیل کېږی او حقیقت ته رسېږی.  مگر د شاه و گدا په کیسه کی عشق د لومړی سره  له حقیقته پیل کېږی ، په حقیقت کی سیر کوی،  د زمانی او محيط د ناخوالو سره  مخا مخ کېږی  او بالاخره شاه وگدا دواړه داسی مقام ته رسېږی چی  ځینی صوفیان یې بقا او ځینی یې مسکنت  بولی.  هلالی د خپل داستان  په سر کی بېله مقدمې   یو دروېش، چی زړه یې  تل  په مینه مست دی،  او یو آن له مینی څخه خالی نه دی،  میدان ته اچوی. داچی د دروېش په زړه کی معمولا د چا مینه وی، هلالی په دې باره کی هیڅ نه وایی.  څه وخت د دروېش زړه له مینی خالی کېږی.  او قرار مومی.  دغه قرار  ډېر لږ دوام کوی،  او گدا یا دروېش یوه ورځ د پاچا پر زوی باندی، چی په کیسه کی  د شاه په نوم یاد سوی دی،  عاشقېږې.  دغه سوځونکې مینه چی  د لومړۍ ورځی څخه د جنون   علامې پکښی ښکاری،  د ډېرو سختو اجتماعی خنډونو سره مخا مخ کېږی، او د  ختیځ د  نورو عاشقانه داستانونو په څېر د وصال، هجران، دیدار او فراق تر معمولو  پړاوونو تېرېږی او  بالاخره شا و گدا دایمی وصال ته رسېږی.  دلته نه د غماز او رقیب زور  رسېږی او نه د زمانې  بدی سترگی څه اثر لری.  دایمی وصال  د وحدت الوجود  مرحلې ته رسېږی.  داسی ځای ته رسېږی چی  عاشق معشوق دی، او معشوق عاشق دی.  مینه یوه سی، درد یو سی، خوښی او غم یو سی، بالاخره گواکی  وجود یو سی، اود لته داستان پای ته رسېږی.
 قصه دا چی شاه گدا سره وصال شو
له خلله د رقیب فارغ البال شو
جدایی  له منځه ووته گوښه شوه
د فلک ورځنی ورکه خرخښه شوه
له اغیارو یې غبار په خاطر نه وه
عارو بار یې په باطن په ظاهر نه وه
جانبینو یې اخلاص هسی فایق شه
چی هر یو د بل معشوق او هم عاشق شه
هسی رنگ سره په مینه کی همدم شو
چی گویا دواړه ژوندی په یوه دم شو
متحد سره په هسی اتحاد شو
چی بېغم له جداییه له فساد شو
محبت سره یو تن په هسی حد شو
چی شماره سره په سود و زیان کی حد شو
مشرف په مرتبه  د همه اوست شو
که ظاهر و که باطن مغز پوست شو
په خوراک به تل د یو بل مړېده
په پسخاک به تل د یو بل نړېده
چی یې پوخ په محبت کی پیوستون شو
بېلتانه پکښی ځای نه موند ځینی ستون شو
همه عمر یې نصیب سره وصال شو
څو ژوندی  و په دنیا کی یې د احال شو
دا خبره دی څوک نه گڼی عجبه
خبردار شه ته د مینی له مذهبه
زلیخا به کله کله زما دله
د یوسف په نوم اوبه غوښتې  له بله
چی به دې  چېری له چا آب و طعام غوښت
په دارنگ به یې صحيح د ده په نام غوښت
ما یوسف لره اوبه او طعام راکړی
ما یوسف له لوږی تندی تبرا کړی
یوه ورځی لیلا رگ وواهه یاره
د مجنون په تن د  وینو تلله داره
د حمید  شاه و گدا  د نیرنگ عشق په څېر  هم د متن  د انتخاب له پلوه، چی د یوه ژور تصوفی  مفهوم، یعنی حقیقی عشق، په باره کی بیان کوی مهم دی. او هم په دونه زور ترجمه سوی  او ښکلی سوی دی چی  سړی په جرأت سره ویلای سی چی  دا اثر به د پښتو ژبی  سره یوځای ژوندی وی. او پېړۍ پېړۍ وروسته به هم ادبی نقدونه ورباندی لیکل کېږی

 

نور بیا...

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery