مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-26   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د پکتیکا ټپیان وژغورئ


 د افغان ټولنیز نیټورک غړي او مسولین په ټول هېواد کې د پکتیکا د غمجني او زړه بوږنوونکې پېښي په اړه چې له امله یې په لسګونو کسان ټپیان او ووژل شول سخت خواشیني دي او له دغو غمجنو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.
د افغان ټولنیز نیټورک ټول غړي په ټول هېواد کې ټپیانو ته د بېړني درملني او وژل شوو کسانو ته د دوعا لاسونه پورته کوي او له ټولو هېوادولو څخه غواړي چې ددغو ټپیانو ژوند د خپلو وینو په ورکولو او یا هم په مالي بسپني سره وژغورئ.
د افغان ټولنیز نیټورک چې ټولنیز بنسټ دي هڅه کوي خلک دې ته تشویق کړي ترڅو په روغتون او د وژل شوو له کورنیو سره مرستي وشي او هم له افغان دولت څخه غواړي ترڅو په هېواد کې د تل پاتې سولي لپاره اړین ګامونه پورته کړي ترڅو په هېواد کې نور د بې رحمانه وژلو فرهنګ له منځه لاړ شي.
په درنښت

 افغان ټولنیز نیټورک غړی خان ولي کامران
 کابل- افغانستان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery