مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-27   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

د شېرخان بندر د تصدۍ ۱۲کارکوونکي تښتول شوي دي

سید سلام
د کندوز چارواکي وايي، د شېرخان بندر د تصدۍ ۱۲ کارکوونکي ‌‌وسله والو طالبانو تښتولي دي د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني وويل، چې د شېرخان بندر د تصدۍ کارکوونکي په کاسټر موټر کې سپاره وو، چې مازيګر مهال د لارې په اوږدو کې د ابدان په دښته کې وسله والو ‌طالبانو يې موټر درولی او کارکوونکي يې له ځان سره وړي دي.ده زياته کړه، په موټر کې ۱۲ تنه سپاره وو او غوښتل يې چې کندوز ښار ته خپلو کورونو ته ستانه شي، خو ‌طالبانو هغوی دشت ارچي ولسوالۍ ته له ځان وړي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery