دخپریدو نیټه : 2014-11-27 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
هند وايي افغانستان هیڅکله یواځي نه پریږدو
سید سلام
د هند لومړي وزير له افغانستان سره د مرستې لپاره د خپل هېواد د چمتووالي د اعلان تر څنګ ويلي، چې که کله هم د هند د مرستې لپاره اړتيا وي نو هندوستان به د افغانستان په غوښتنه ترې هرکلى وکړي.
دغه مطلب د هند لومړي وزير نارندرا مودي د هېواد له ولسمشر اشرف غني سره د ليدو پر مهال څرګند کړى دى.
د ولسمشرۍ د مطبوعاتي له دفتره شوې خبرپاڼه کاږي، چې دغه ليدنه د نيپال پلازمېنه کټمانډو ښار کې د سارک ناستې په څنډه کې تر سره شوې ده.
خبرپاڼې زياته کړې، چې په دغه ناسته کې دواړو لوريو په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د امنيتي، اقتصادي، سوداګريزو او همدرانګه د سيمه ييزو مسايلو په اړه د دواړو هېوادونو پر اړيکو خبرې اترې کړې دي.