دخپریدو نیټه : 2014-11-26 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
دوو چاودنو شپږ محلي پوليس ټپيان کړل .
لودين
د کندهار په پنجوايي او ژړۍ ولسواليو کې دوو بمي چاودونو شپږ محلي پوليس ټپيان کړي دي ، لمړۍ چاودنه تېره ورځ سهار د دې ولسوالۍ په سنګ حصار سيمه کي د محلي پوليسو پر موټر سوې ده .
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې ، چې په چاودنه کې درې تنه محلي پوليس ټپيان سوي دي او د پېښې سره د تړاو په تور يو مشکوک کس نيول سوی دی .
بله چاودنه پرون غرمه د پنجواېې ولسوالۍ په چلغور سيمه کې د محلي پوليسو د ګزمې پر موټر سوې ده ، د پنجواېې ولسوالي فضل محمد اسحاقزی د پېښي د پخلي تر څنګ وايې ، چې په دې پېښه کې درې تنه محلي پوليس ټپيان سوي دي او پوليسو هغه تن هم نيولی دی ، چې چاودنه يې کړې ده .
د دواړو پېښو پړه تر دې مهاله چا په غاړه نه ده اخستې .