مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-27   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهار : د هيواد په کچه د تازه مېوې دپاره عصري مارکيټ جوړ سو .

benawa afghanistan
لودين

په کندهار کي د لندې او تازه ميوې لپاره لومړني ستر مارکېټ جوړ او ګټي اخستني ته وړاندي سو . 
په هغه مراسمو کي چي نن پنج شنبه په دې اړه  د مهمند د لوي کندهار  په سوداګريز مارکېټ کي  جوړ سوي وه د کندهار والي  ډاکټر توريالي ويسا د کابل څخه راغلو مېلمنو  د سوداګرۍ  وزارت معين مزمل شنواري ، د زراعت وزارت معين  سليم کندوزي ،  دآیسيا مشر وفيع الله ،  دسوداګري د خونو مرستيال مشر خان جان الکوزي  ملي سوداګرو هر يوه حاجي  محمد يونس مهمند  محمد يوسف مهمند  حاجي محمد صديق مهمند ، کندهار ښاروال او نورو چارواکو ګډون درلود .
د مهمند د لوي کندهار  سوداګريز مارکېټ مسوول او ملي سوداګر حاجي محمد يونس مهمند د مارکيټ د افتتاح په مراسمو کي وويل ،  چې د مهمند د لوي کندهار  سوداګريز مارکېټ په ۴۵ جريبه مځکه کي جوړ سوي چي د هيواد په کچه به  پکښي د لندې او تازه ميوې صادرات او واردات ترسره سي
د ښاغلي مهمند په وينا دغه مارکيټ ۷۵۰ دوکانونه لري چي شاوخوا ۱۵ ميلونه ډالره لګښت په راغلي .
په غونډه کي کندهار والي داکټر توريالي ويسا وويل چي ياد مارکېټ به د دغه ولايت کرنيز سکتور ته وده ورکړې او هم  به د ښار په منځ کې د غير معياري مارکېټونو د مزاحمت څخه خلک خلاص سي.
(( په دې مارکېټ کې به د کندهار او د افغانستان د نورو ولايتونو مېوه په معياري ډول پيک او بسته بندي کيږي  اوس زموږ مېوه په ډېر بد حالت کې نورو هيوادونو ته ليږل کيږي چي په دې سره مينه وال د لاسه ورکوي ) )
د مهمند د لوی کندهار  سوداګريز مارکېټ د کندهار ښار ختيځ لور ته د کندهار – بولدک د لاري په اوږدو کې ښورندام ته نژدې  جوړ سوی
دغه مارکېټ پراخ دوکانونه، چي هر يو يې ۱۲ متره اوږدوالی او څلور متره بروالي لري او هم د نړيوال معيار مطابق هر دوکان يوه اشپزخانه، يو تشناب او د دوکان مخته بيا د پياده رو پرته شپږ متره تړه لري.
په مارکيټ کې دننه  د خلکو د سهولت لپاره مدرسه ، ښوونځي ، صحي مرکز ،   د بانک يوه څانګه او په پنځه پوړه کېس دوه عصري او لوي هوټلونه هم رغول سوي دي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery