دخپریدو نیټه : 2014-11-27 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
په کندهار ښار کې د يوه ديرش کلن ځوان جسد موندل سوی دی .
لودين
پوليسو په کندهار کې د يوه ديرش کلن ځوان جسد ، چې په چړو وهل سوی دی موندلی دی .
جسد نن سهار د کندهار ښار د لمړۍ امنتي حوزې اړوند د وچ مانده په سيمه کې پوليسو پيدا کړی او ميرويس روغتون ته يې ليږلی دی .
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې ، چې د وژل سوي ځوان د دندي او تړاو په اړه تر اوسه معلومات نه دي تر لاسه سوي او نه يې هم د وژل کيدو انګيزه معلومه ده .
نوموړی زياتوي ، چې پوليسو يې په اړه جدي پلټني پيل کړي دي ، د پېښي مسووليت هم تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .