مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-27   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

میدان وردګ: د طالبانو د وژلو او مهماتو د نیولو ادعا کیږي

 

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار،چک او سیداباد ولسوالیو کې تېره شپه د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال مخالفین ووژل شول، د چاودیدونکو توکو ډک دوه واسکټونه،ماینونه،وسلې او ګڼ شمېر نور مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

د چک ولسوالۍ په غني خیلو سیمه کې د هوایي برید په ترڅ کې درې وسله وال مخالفین  ذبیح الله،احمد او یو بل تن،چې شهرت یې معلوم ندي وژل شوي دي .

په ورته وخت کې د چک ولسوالۍ په شیرخانه سیمه کې د ګډو کورنیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د چاویدونکو توکو ډک واسکټ،چې د ځآن وژونکې لپاره چمتو شوی وو، له یوه اندازه نورو مهماتو سره یو ځای ونیول شو،خو په تور یې څوک ندي نیول شوي .

همدا راز د سیداباد ولسوالۍ په کشمون،دره اونخي سیمو کې هم یادو امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې ترڅ کې د چاودیدونکو توکو ډک واسکټ چې د ځآن وژونکې لپاره چمتو شوی وو،له ۵ حلقې لاسي بمونو،چسپکي بمونو او نورو مهماتو سره یو ځای ونیول شو .

د یو بل خبر له مخې د فاروق په نوم یو تن،چې د مرکز میدان ښار په فامیلو سیمه کې یې د شریف الله په نوم یو تن ټپي کړی وو،د امنیتي ځواکونو له لورې له دوه میله چره یز سره یو ځای ونیول شو،چې دا مهال ترې پوښتنې رواني دي .

په ترسره شویو ټولو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery