مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-28   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

ولمسشر شرف غني له امریکا او ناټو سره تړونونو دتایید هرکلی وکړ

سید سلام
افغان ولسمشر اشرف غني د مشرانو جرګې له خوا د افغانستان او امریکا او افغانستان او ناټو ترمنځ شوي د شویو هوکړه لیکونو د تایید هرکلی وکړ. ولسمشر ،چې اوسمهال د سارک سازمان په او لسمه ناسته کې د ګډون په موخه د نیپال هیواد په پلازمېنه کتماندو کې په یو رسمي سفر بوخت دی وویل،چې د دغو سندونو لاسلیکول د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره یو مثبت ګام دی. نوموړي د مشرانو جرګې له خوا دغه اقدام دملي حاکمیت په لاره کې یو ښه ګام وباله اوهیله یې څرګنده کړه ، چې ددې هوکړه لیکونو په چوکاټ کې به افغان ځواکونه د ټول هیواد امنیتي چارې پر مخ بوځي . ده زیاته کړه ، چې افغان ملي ځواکونه اوس یواځي په وسلو سمبالولو ته اړتیا لري . بله خوا بیا په کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان د مشرانو جرګې له لوري له امریکا او ناټو سره د افغانستان د امنیتي موافقو د تایید هرکلی وکړ.د امریکا سفیر په یوه اعلامیه کې ویلي .د مشرانو جرګې د غړیو له لوري ددې تړونونو پراخ ملاتړ د افغانستان، د امریکا د متحدو ایالتونو او ناټو ترمنځ د سږ کال له پای ته رسېدو وروسته د غښتلیو دوه اړخیزو اړیکو او پر له پسې امنیتي همکاریو تاییدوونکی دی.»
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery