مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

روسیه: د بهرنيو ځواکونو حضور په افغانستان کې د وسله والو د ودې لامل کېدای شي

احمد فیصل
د روسیې د نشه یي توکو د کنټرول فدرالي اداره وايي چې د داعش یا اسلامي دولت سخت دریځه ډله د افغانستان د هیروینو عواید ترلاسه کوي. د روسیې د نشه یي توکو د کنټرول د فدرالي ادارې مشر ویکتور ایوانوف، چې څرګندونې یې د چهارشنبې په ورځ د روسیې په رسنیو کې په پراخ ډول خپرې شوې، ویلي چې د افغانستان د هیروینو پراخ ترانزیټ د اسلامي دولت د وسله والې ډلې لپاره په یوې نوې مالي سرچینې بدل شوی او دا ډله له دې درکه زیاتې پیسې ترلاسه کوي؛ ځکه چې د افغانستان نیمايي هیروین د عراق او ځینو افریقايي هېوادونو له لارې اروپا ته ځي. ایوانوف همداراز ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور به په دغه هېواد کې د حکومت د مخالفو وسله والو ډلو د ودې لامل شي. د روسیې د نشه یي توکو د کنټرول د فدرالي ادارې مشر یادونه کړې چې د امریکا متحدو ایالتونو مخکې لا اعلان کړی چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمېر کمول یې تر ۲۰۱۵ پورې ځنډولي دي. ده زیاته کړې: «دا ښکاره ده چې په افغانستان کې د مخدرو موادو د پراخ تولید له مخنیوي پرته په دغو هېوادونو کې د شخړو د حل کولو په اړه د څه ویلو ځای نشته.» د سږ کال په اکتوبر کې د هسپانیا استخباراتو وویل چې د اسلامي دولت او نورو سخت دریځو ډلو د اروپا څانګې په عراق او سوریه کې د جګړې د تمویل لپاره د مخدرو موادو له غیر قانوني کاروباره ګټه اخلي. د نیوزویک مجلې د راپور پر اساس د هسپانیا استخباراتي سرچینو وویل چې په دغه هېواد کې هم سخت دریځې ډلې له هغو لارو څخه چې د مخدرو موادو د قاچاق لپاره ترې کار اخیستل کېږي، د اروپايي اتحادیې له هېوادونو څخه عراق او سوریې ته وسلې او جنګیالي لېږي. نیوزویک په کویلیم بنسټ (QuilliamFoundation) کې د سخت دریځۍ ضد د متخصص هراس رفیق په قول ویلي چې غیرقانوني تجارت اسلامي دولت ډلې ته له القاعده شبکې څخه په میراث ورپاتې شوی دی. ویل کېږي چې د القاعده، طالبانو او الشباب په شان تروریستې ډلې د مخدرو موادو له کاروباره پیسې ترلاسه کوي. د سږ کال په مې میاشت کې استرالیايي جنګي بېړۍ له خپل ساحله لرې په یوې قاچاقي بېړۍ کې ۴۰۰ کیلوهیروین ونیول. د دغو هیروینو بیه په بازار کې ۱۳۲ ميلیونه ډالرو ته رسېده. د استرالیا د جنګي بېړۍ قوماندان «تیري موري سن» ویلي چې د دغو هیروینو په کشفولو یې د تروریستانو، القاعده، طالبانو او الشباب په شمول د جنایتکارانو لاس ته د زیاتو پیسو د ورتلو مخه ونیوله.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery