مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

سلجوقي: د کشفي ادارو کمزورتیا د ناامنیو ډېرېدو لامل شوې

احمد فیصل
د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي، د امنیتي ځواکونو په کشفي برخه کې کمزورتیا د دې لامل شوې چې په دې وروستیو کې په پلازمېنه کابل او د هېواد په نورو سیمو کې ناامنۍ ډېرې شي. د ولسي جرګې دوهم مرستیال د افغانستان ځیني دولتي کړۍ په کابل کې د امنیتي پېښو په ډېرېدو تورن کړي، خو د چا نوم یې نه دی اخیستی. دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د کابل د امنیتي چارواکو په خبره وړمه شپه دوه ځانمرګي د کابل په وزیراکبر خان مېنه کې په یوې چاودنه پسې له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه پیل کړه او تر یوه ساعت مقابلې وروسته له منځه یوړل شول. کابل ښار وړمه ورځ ماسپښین هم د یوې چاودنې شاهد و چې یو برېتانوی وګړی او ۴ افغان ملکي کسان په کې ووژل شول او څه باندې دېرش تنه نور ټپیان شول. ولسي جرګې د هغه څه په اړه چې په کابل کې یې د انتحاري بریدونو او چاودنو ډېروالی یادوي، اندېښنه څرګنده کړې ده. د دې جرګې اداري پلاوی د امنیتي پېښو ډېرېدل له امریکا او ناټو سره د افغانستان د تړونونو له تایید سره تړي او وایي د افغانستان دښمنان په تېره بیا ګاونډي هېوادونه نه غواړي د افغانستان حکومت خپل کارونه په سمه توګه ترسره کړي. د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد صالح سلجوقي ازادۍ راډیو ته ویلي چې په کابل کې د امنیتي قواوو د کشفي برخو ضعف د دې لامل شوی چې د وسله والو مخالفینو بریدونه او فعالیتونه ډېر شي. هغه زیاته کړې: ((په کابل کې موجود ټول امنیتي ځواکونه سره له دې چې له تسلیحاتي اړخه کولای شي د دې ډول بریدونو ځواب ووایي، خو د دوی کشفي برخه کمزورې ده او دوی نه شي کولای د ښار په بېلابېلو برخو کې د وسله والو طالبانو یا نورو ډلو د حضور له څرنګوالي معلومات ترلاسه کړي. زموږ د پولیسو غبرګون تل تر پېښې وروسته وي. موږ تمه لرو چې ترپېښې د مخه باید دوی له خپلو امکاناتو څخه کار واخلي.)) د افغانستان مشرانو جرګې وړمه ورځ د کابل او واشنګټن او کابل ناټو تر منځ امنیتي او دفاعي تړونونه د رایو په اکثریت تایید کړه. د افغانستان ولسي جرګې په یوه ورته اقدام سره د یکشنبې په ورځ دغه تړونونه تایید کړي وو. سلجوقي وایي، د کابل د امنیت ټینګولو لپاره باید کشفي ادارې پیاوړې شي او نوي امنیتي تدابیر ونیول شي. د ولسي جرګې دوهم مرستیال د دغه هېواد د امنیتي ادارو ځیني افراد او کړۍ په دغو ناامنیو کې ښکېلې وبللې. په کابل کې د ناامنیو د ډېرېدو له کبله اندېښنې داسې مهال راپورته شوې چې د کابل د وړم ماښام او وړم ماسپښین د ځانمرګو بریدونو او چاودنو شاهد وو. د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ویلي چې د تېر ماښام د برید هدف په وزیرمحمد اکبرخان مېنې په پنځلسم سړک کې یو خیریه دفتر و. ستانکزي زیاته کړې، په دغه برید او متقابله جګړه کې یوازې یو بهرنی ساتونکی ټپي شوی او نور چا ته زیان نه دی رسېدلی. د وړمې شپې د پېښې سیمې شاوخوا کې یو شمېر سفارتونه، مېلمستونونه او د بهرنیانو دفترونه موقعیت لري یو شمېر حکومتي چارواکي هم په دې سیمه کې ژوند کوي. تر دې وړاندې یوه بل ځانمرګي برید کوونکي د کابل په قابل بای سیمه کې د برېتانیا د سفارت یو موټر په نښه کړ. د امنیتي چارواکو په خبره په دې پېښه کې یو برېتانوی وګړی او څلور افغان ملکي کسان وژل شوي او تر دیرشو ډیر کسان ټپیان شوي دي. وسله والو طالبانو د دغو بریدونو مسوولیت منلی دی. کابل ښار په دې وروستیو ورځو کې څو ځلې د انتحاري بریدونو شاهد و.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery