مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

نیکولاس هایسن: د لندن ناسته له افغان حکومت سره د ژمنو تازه کېدو لومړی فرصت دى

احمد فیصل
د اوږدمهاله مرستې د دوام لپاره د مرستو د ژمنې تجديد، د مرستو د اغېزمنتيا د لوړولو په اړه ژمنه او پر هغو پروژو باندې لګښت کول چې افغانستان د خپلواکۍ پر لور بيايي؛ د لندن له ناستې د افغان حکومت له لومړيتوبونو بلل کېږي. د لندن د ناستې لپاره د چمتووالي په اړه د همغږۍ او څارنې د ګډ بورډ ناسته وړمه ورځ په کابل کې د بهرنيو هېوادونو د مېشتو سفيرانو، د ملګرو ملتونو استازو، سکټوري وزارتونو، مدني ټولنې او د خصوصي سکټور د استازو په ګډون ترسره شوه. ټاکل شوې د لندن ناسته د روان کال د ډسمبر په ٤مه نېټه د افغانستان په اړه د افغانستان ولسمشر اشرف غني او يو شمېر نورو چارواکو په ګډون ترسره شي. د ماليې سرپرست وزير حضرت عمر زاخېلوال په دې ناسته کې ويلي چې د لندن د ناستې لومړۍ موخه، د حکومتولۍ د پياوړتيا او پراختيايي پروګرامونو د پرمختګ په اړه په اداره او د هغې په ژمنو کې د اصلاح لپاره د دولت له لوري د دوه اړخيزو ژمنو پوره کول دي، چې تر څېړنې لاندې نيول شوي دي. هغه زياته کړې چې نړيوال مرسته کوونکي هېوادونه به په دې ناسته کې تر ٢٠١٥ زېږديز کال پورې خپلې اوږدمهالې ژمنې چې د توکيو په ناسته کې يې کړې وې، تجديد او تازه کړي. همدارنګه د لندن په ناسته کې، له افغانستان سره د دوى د مرستو او لګښتونو په څرنګوالي کې بدلون چې ډېر اغېز ولري او تر ډېره بريده د افغانستان د ملي بوديجې او د هېواد د ملي ادارو له لارې ولګول شي، په کې وڅېړل شي او په دې اړه به جدي پرېکړې وشي. زاخېلوال زياته کړې چې د لندن د ناستې له ترسره کېدو يوه ورځ وړاندې به درې نورې مهمې ناستې هم ترسره شي. په لومړۍ ناسته کې به مدني ټولنې ته فرصت ورکول کېږي، څو د افغانستان په نظام، حکومتولۍ او ستونزو کې د مدني ټولنې د رول او د مرستو د اغېز او پراختيايي کارونو په ګډون په ټولو مواردو کې خپل نظريات وړاندې کړي. دويمه ناسته په د خصوصي سکټور په اړه وي چې په هغه کې افغان پانګوال، ملي سوداګر او بهرني پانګوال چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې لېوالتيا لري، ګډون وکړي. درېيمه غونډه، د سيمې د اقتصادي همکاريو غونډه ده چې د ګاونډيو هېوادونو وزيران، د پاکستان او د سيمې د هېوادونو لومړي وزيران به په کې ګډون وکړي. هغه ويلي چې يادې درې ناستې به څرګندې پرېکړې وکړي او د لندن په عمومي ناسته کې به انعکاس پيدا کړي. د ماليې وزارت سرپرست د لندن له ناستې څخه د افغان حکومت د هيلو په اړه ويلي: "د اوږدمهاله مرستو د دوام لپاره د مرسته کوونکو هېوادونو د ژمنو تجديد، په افغانستان کې د مرستو د اغېز د لوړولو په اړه او پر هغو پروژو لګښتونه کول چې افغانستان د خپلواکۍ لوري ته بيايي؛ د لندن له ناستې څخه د افغان حکومت له لومړنيو هيلو بلل کېږي، څو په دې بريالى شي چې په ياده برخه کې ژمنې ترلاسه کړي." زاخېلوال زياته کړې چې د ملي يووالي حکومت غواړي چې له نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول له لويو هېوادونو سره چې په تېرو ديارلسو کلونو کې يې له افغانستان سره ډېرې مرستې کړې، د اړيکو د څرنګوالي په اړه کيفي بدلون رامنځته شي. په دې معنا چې يوازې د مرستې ورکونې او مرستو اخيستنې اړيکه نه وي او په داسې يوې اړيکې بدله شي، څو دغه هېوادونه خپل بازارونه د افغانستان د مالونو د پلور لپاره پرانيزي چې نن يوازې افغانستان ته د مرستې په نوم راځي او له هغه پرته داسې يو پل وي چې افغانستان ته د سوداګريزو اړيکو او سوداګرۍ له لارې راشي. د ماليې وزارت سرپرست زياته کړې چې د سيمه ييزو همکاريو اجنډا د افغان حکومت لپاره د اقتصادي اجنډا په سر کې ځاى لري او افغانستان د هغو هېوادونو د ملاتړ او هڅولو غوښتونکى دى چې د سيمه ييزو اقتصادي اړيکو د پراختيا غوښتونکي دي. هغه ويلي: "د منطقوي اړيکو پراختيا نه يوازې دا چې د هېواد اقتصاد پياوړى او سوداګرۍ او ټرانزيټ ته وده ورکوي، بلکې له دې لارې کولى شو چې په افغانستان کې د دوامدارې سولې او ثبات لپاره يو لوى ګام پورته کړو." زاخېلوال زياته کړې، چې د لندن ناستې لپاره ښه چمتووالى نيول شوى او هيله ده چې دغه ناسته د توکيو د ناستې په څېر بريالۍ وي او حکومت له ښو لاسته راوړنو، ټينګې او پياوړې اړيکې سره هېواد ته راستون شي. د لندن ناسته، د هغې پرېکړې له مخې چې د توکيو په غونډه کې شوې، ترسره کېږي. نړيوالې ټولنې د جاپان په توکيو ناسته کې چې د ١٣٩١ لمريز کال د چنګاښ په مياشتې کې د ٨٠ هېوادونو او ملګرو ملتونو د استازو په ګډون د افغانستان د بيارغونې او اقتصادي پراختيا لپاره تر سره له افغانستان سره په کې په د ١٨ ميليارد ډالرو مرسته اعلان شوه. نړيوالې ټولنې ژمنه کړې چې افغانستان به د فساد پر وړاندې سخته مبارزه کوي، ټولې مرستې به په رڼه ډول لګوي، ښه حکومتولي به رامنځته کوي او د بشر حقونه په ځانګړي ډول د ښځو حقونه به رعايت کوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د څار او همغږۍ د ګډ بورډ مشر نيکولاس هايسن ويلي چې افغانستان په تېرو ديارلسو کلونو کې په بېلابېلو ډګرونو کې ښې لاسته راوړنې درلودې او د لندن ناسته د دغه هېواد لپاره يو بل فرصت دى، څو نړيواله ټولنه په کې خپلې ژمنې يو ځل بيا تازه کړي. هغه زياته کړې، دې ته په پام سره چې افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخ دى، خو حکومت هڅه کوي چې د نړيوالې ټولنې په مرسته پر دغو ستونزو بريالى شي او د دې ترڅنګ چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو حضور پاى ته رسېږي، خو افغانستان خپلو هڅو ته دوام ورکوي. هيسم زياته کړې چې ملګري ملتونه له افغانستان سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي، چې د اصلاحي او پراختيايي پروګرامونو عملي کول افغانستان د بدلون پر لوري بیوى شي. کابل کې د برېتانيا سفير ريچارد استګ هم ويلي چې هېواد يې د افغانستان له حکومت، مدنې ټولنې او خصوصي سکټور څخه پر ډېرې لېوالتيا هرکلى کوي او دغه ناسته به د افغانستان د نوي حکومت لپاره د نړيوالې ټولنې د ژمنو د نوې او تازه کولو په برخه کې لومړنى فرصت دى او دغه ناسته به د همکاريو نوى فصل پرانیزي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery