مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-11-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ښځو فعالنې: ښځو ته دې په کلیدي برخو کې د کار کولو زمینه برابره شي

احمد فیصل
په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي چې د ملي وحدت حکومت باید پر مهمو ځایونو کې ښځو ته د کار کولو زمینه برابره کړي، د رژیم د مخالفو وسله والو تر منځ د سولې په خبرو کې باید ونډه ولري او د ښځو د حقونو د تامین لپاره هڅې باید له سبمولیک وضعیته ووځي. دا هغه عمده مسئلې دي چې د افغانو ښځوهیئت به یې د لندن په نړيوال کنفرانس کې مطرح کړي. د افغانستان د سنا یوه غړې صدیقه بلخي وايي، د لندن په کنفرانس کې د ښځو د ګډون یو هدف د دې مسئلې راپورته کول دي چې په نوي حکومت کې ښځو ته د هغوی د وړتیا پر اساس ونډه ورکړل شي. د افغانستان د سنا غړې صدیقې بلخي ازادۍ راډیو ته ویلي چې زیاتې افغانې ښځې په نوي حکومت کې پر کلیدي چوکیو د کار کولو وړتیا لري او کولای شي چې د حکومت او د رژیم د مخالفینو تر منځ د سولې لپاره رغنده رول ولوبوي. مېرمن بلخي ویلي، په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت دواړو مشرانو ته ښايي چې د ښځو د سیاسي پیاوړتیا لپاره خپلې ژمنې عملي کړي او د ښځو پر وړتیاوو باور څرګند کړي. هغې زیاته کړې: ((دا باید څرګنده شي چې نارینه څومره غټ زړه لري، ولسمشر او اجرایي رییس تر کومه حده د ښځو پر ظرفیتونو اعتماد رامنځته کولای شي او د ښځو له وړتیا، استعداد او تجربو څومره کار اخیستلای شي څو د ښځو حق ضایع نه شي.)) صدیقه بلخي زیاتوي چې افغان ښځو په تېرو دیارلس کلونو کې په سیاسي او اقتصادي چارو کې د فعالیت ښه تجربه وکړه او دوی ته باید اجازه ورکړل شي چې له خپلو دغو تجربو په راتلونکي حکومت کې عملي کار واخلي. هغه وايي: ((موږ نور نه غواړو چې نړيوالو ته دا ووایو چې دومره ښځې په پارلمان یا کابینه کې دي بلکې موږ باید بالاخره دا څرګنده کړو چې ښځو ته د هغوی د لیاقت پر اساس او د هغوی د تخصص پر اساس کار ورکړ شي. ښځو ته باید حق ورکړ شي او دا خبره باید له تشریفاتي او سوغاتي حالت څخه ووځي.)) ټاکل شوې چې د راتلونکې میاشت (ډسمبر) په لومړۍ اوونۍ کې په لندن کې د افغانستان په اړه یو نړيوال کنفرانس جوړ شي. دا به د افغانستان په اړه د توکیو د کنفرانس د بحثونو ادامه وي او له دغه هېواد سره د نړیوالو پر تعهداتو به خبرې په کې وشي. په افغانستان کې د ښځو شبکه په نوم د فعالانو د یوې ټولنې مشرې حسینې ساپۍ ویلي چې که څه هم د نوي حکومت له جوړېدو ډېر وخت نه تېرېږي خو داسې څرګندیږي چې د ښځو د سیاسي ونډې د زیاتولو لپاره پر خپل تعهد ولاړ دي. مېرمن ساپۍ ویلي چې په لندن کې د افغانستان په اړه جوړېدونکي نړيوال کنفرانس ته درې عمده وړاندیزونه لري. هغه وايي: ((موږ له ښځو سره تر سلا او مشورې وروسته، د اجنډا په نوم د وړاندیزونو یو لېست برابر کړی چې درې عمده ټکي لري. لومړی دا چې په ټاکونکو پوستونو کې د ښځو شمېر زیات شي او د سولې په خبرو کې ونډه ورکړل شي. دوهم، د افغانستان په ملي انکشافي بودجه کې د ښځو د پروګرامونو لپاره تخصیص وټاکل شي او درېیم دا چې د ښځو لپاره د هغوي د خپلو وړاندیزونو پر اساس پراختیايي پروګرامونه عملي شي.)) د ملګروملتونو سازمان روانه اوونۍ په یوه رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې نږدې اتیا سلنه افغانې ښځې د تشدد تر بېلابېلو ډولونو لاندې دي. د افغانستان د ښځو چارو وزارت په تېرو اتو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د زور –زیاتي څه باندې دوه نیم زره پېښې ثبت کړې چې ډېرې یې په لویو ښارونو کې دي. د دغه وزارت په وینا، د امنیت د خرابوالي له امله په کلیوالي او لرې پرتو سیمو کې د ښځو پر وړاندې د تشدد په اړه دقیق رسمي ارقام نه شي را غونډولای خو غالباً هلته داسې ډېرې پېښې پټې پاتې کېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery