مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-04   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

هلمند مدني ټولنه د معلولينو د حقوقو د ورکړې ټينګهغوښتنه کوي.

په هلمند کې سره له دې چې د معلولينو د ستونزو د اورېدو او غوښتنو د پوره کېدو په خاطر غونډې جوړې شوي دي خو لاهم دولتي اداره معلولينو ته د دوی د حقوقو پر ځای کولو کې پاتې راغلې.
په داسې  حال کې د معلولينو نړيواله ورځ لمانځل کيږي چې لا هم په ټول هېواد په تېره بيا هلمند کې معلولين له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
د کورونو نلرل، د زده کړې په برخه کې د امکاناتو نشتوالی، په دولتي ادارو کې په دندو نه ګمارل او بېکاري هغه ستونزې دي چې معلولين سر ورڅخه ټکوي.
د هلمند د مدني ټولنې رئيس سردار محمد همدرد د ټولو مدني فعالانو په ګډون پر دولت غږ کوي چې د معلولينو ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي.
د هلمند معلولين له ولايتي ادارې ناهېلي د مدني ټولنې په ملتيا له مرکزي دولت خپل حقوق غواړي، سره له دې چې ولايتي ادارې څو وار د معلولينو د ستونزو د اورېدو په موخه غونډې جوړې کړي دي خو د دوی ژمنو تر اوسه عملي جامه نه اغوستي او معلولين لا هم له ډېرو ستونزو لاس او ګرېوان دي.
د يادونې ده چې د هلمند معلولينو څو ځل د مدني ټولنې په ملتيا د خپلو ستونزو د اوارولو په موخه لاريونونه هم کړي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery