مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-04   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

نوې غزل

عبدالباري جهاني


چي نه ساقي نه میخانه سته زه به چیري ځمه
نه د سرو ملو پیمانه سته زه به چیري ځمه
نه هغه ښکلي پخواني خلک په سترګو وینم
نه مي یاران نه یارانه سته زه به چیري ځمه
نه مي د دار له سره واوریدې د حق سندري
نه یوه چیغه مستانه سته زه به چیري ځمه
نه مي له شمعي سره شپه سوه نه میلې د ګلو
نه سره لمبه نه پروانه سته زه به چیري ځمه
نغمې بې سوره دي له ستوني مي ږغ نه راوزي
نه یو غزله جانانه سته زه به چیري ځمه
نه مي قسمت نه مي سبا پر ژبه زیری لري
نه هغه تللې زمانه سته زه به چیري ځمه
نه د پردي نسیم له پرخو سره وغوړیدم
نه په وطن کي آشیانه سته زه به چیري ځمه
نه له خلوته څخه شیخ نه له مغانه خیام
نه یوه مسته ترانه سته زه به چیري ځمه
جهاني ستا چي یې په وینو کي شپیلۍ اودلې
نه هغه غر نه دامانه سته زه به چیري ځمه


ویرجینیا د ۲۰۱۴ کال نومبر دیارلسمه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery