مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-07   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د هند د عامه روغتیا ناورین

ژباړن : نثار احمد صمد
سرچینه : یو. ان. زیډ. رویو (امریکا)

لیکوال : اریک مارګولیس
نېټه : ۶ / ۱۲ / ۲۰۱۴
 ژباړن : نثار احمد صمد

 

 ما د ۱۴ جګړو څخه راپورونه ورکړي او زیاتی شخړی می لیدلی دي . خو په یوه کی هم نه ټپي ، نه خوږ او نه ویشتل سوی یم او یوې هم په اړونده ساحو کی د خطرناکو ناروغیو په نیمایی اندازه نه یم بیرولی .
کله چی می په ۱۹۸۰ لسیزه کی د افغان مجاهدینو ( یا د آزادۍ د جنګیالیو ، چی نن یې تروریسټان بولي ) تر څنګ د افغانستان د جګړې راپورونه لیکل ، موږ به د افغاني کمونیسټی پوځیانو سره په سخته جګړه کی بوخت وو . زموږ له خوا به پر هغوی په ضربو ضربو راکټونه اورېدل ، او هغوی به د هاوانونو او ټانکونو په لویو مرمیو سره ځواب راکاوه .
کله چی به دا غټی مرمۍ زما شا و خوا ته لګېدلې ، نو د مجاهدینو قوماندان به اعلان وکړ چی « ښاغلی اریک ، موږ جنګ بندوو . د غرمې د ډوډۍ وخت دی . » خو ما به هیله ترې کوله چی « زه وږی نه یم . زه دلته راغلی یم چی د جنګ راپور تهیه کړم . » خو زه د جګړې په نسبت د ځایی خوړو څخه ډیر بیرېدم ، په تیره بیا د دښمن د مرمیو پر ځای د اینې ناروغۍ وارخطا کړی وم چی ډیر کسان په مبتلا وو . د افغانانو د میلمه پالنی څخه هیڅوک هم انکار نسي کولای . موږ به په جیپ موټر کی سپاره سوو او د غرمې د ډوډۍ له پاره به نږدې کلیو ته ولاړو . ما به ډوډۍ نه خوړله او غاښ به می سخت درد کاوه . خو زما افغان کوربه کسانو به هیڅ دغسی تکلیفونه نلرل او ما ته به یې ویل چی « ښاغلی اریکه ! ویې خوره » . زه به ځکه بدګومانه وم چی هغوی به د یوې هفتې زړه ډوډۍ خوړله او د هغې څخه به یې ما ته هم یو څه راکوله .
ښاغلي اریک هم په احتیاط سره یو څه ترې وخوړله . زما تر څنګ ناست کوربه ناڅاپه خپل پټو پر سر راکش کړ ، وغځېدی او راته ویې ویل چی « زه باید بیده سم ، ځکه د اینې په ناروغي مبتلا یم . »
زه د دغه خطر څخه بچ سوی یم خو په منځني ختیځ ، افریقا او د آسیا په ځینو برخو کی می د غذایی موادو له درکه ډیر کسان لیدلی چی مړه سوي دي . زما له پاره له دې درکه تر ټولو خطرناک ځایونه مصر او هند وو ، پاکستان او نیپال په دوهمه درجه کی راتلل . په مصر کی نوی پوځي وحشی رژیم پرله پسې لګیا دی د اخوان المسلمین غړي په داسی حال کی بندیان کوی چی په کثیفه غذایی حفظ الصحه مبتلا دی . کله چی اول ځل په قاهره کی اوسېدم ، نو د دې ځای تر پرېښوولو فقط یوه اوونۍ مخکی د معدې خطرناکی ناروغۍ سخت وارخطا کړم .
د دې برعکس هندوستان باالاخره ډیر کوښښ راپیل کړی دی چی د خپلو کثیفو اوبو ( بدر رفت ) سیسټم چی عامه روغتیا یې سخته زیانمنه کړې ده ، پای ته ورسوي .
په ۱۹۶۴ کی د ترنیداد هیواد یو هندي الاصله معزز لیکوال ( وي. ایس. نیپاول ) هند ته ورغی چی د خپل نسب ریښه معلومه کړی . هغه د روڼا اچولو او ویاړ پر ځای د حفظ الصحې خورا ابتدایی حالت او په دې هکله یوه عامه بې خبري ومیندله چی بیا یې دا مسایل په خپل اثر « د تیارې ساحې » کی ولیکل .
د نیپاول له پاره تر ټولو ډارونکی شی دا و چی هندیان د خلکو مخته او د اوسېدو د ځایونو تر خوا تغوت کوی ( ځانونه خالی کوي ) .هندیان په بې اعتنایی سره وایي چی دا د وروسته پاته کلیوالی انسانانو رواج دی چی له امله یې دا مشکل رامنځته سوی دی .
مګر دا ستونزه یوازی په کلیوالي سیمو کی نه ده . حقیقت دا دی چی اټکل ۶۲۰ ملیونه هندیان ( د نفوسو تقریبأ نیمایی برخه ) په سر خلاصو سیمو او مځکو کی تغوت کوی . ځینی اعداد او ارقام ښیی چی حتی ۷۰٪ خلک همداسی کوی . هندوستان په نړۍ کی د داخلی پایپ کارولو له درکه تر ټولو وروسته پاته دی . تر هغه یو څه رامخته ( یعنی په دوهمه درجه کی ) اتیو پیا ( ۷۰ ٪ ) ، پاکستان ( ۲۷ ٪ ) ، اندونیزیا ( ۲۶ ٪ ) ، او چین ( ۴ ٪ ) دی .
د هندوستان د کورونو څخه د نجاست او مدفوغ توپان د مځکی د سر د اوبو سره یو ځای کیږی څو چی د ناروغیو څپې رامنځته کوي . په هندوستان کی چی هر کال اته لکه ( ۸۰۰۰۰۰ ) کوچنیان مړه کیږی ، د همدې ناروغیو د هدف وړ ګرځيدلی وی . پولیو ( د ماشومانو د پښو فلج کېدنه ) چی تقریبأ محوه سوې ده ، خپله ناولې څیره بیا راښکاره کړې ده .
په هند کی د یو لویدیځ هیواد سفیر ما ته وویل چی هر وخت د دې سفارت نیمایي کارمندان په وخیمو ناروغیو مبتلا وی . د هند څخه زما د وروستي سفر پر مهال زه هلته په یو ډیر ښه هوټل کی اوسېدم او یوازی می پخه ترکاري ، وریجی او وچه ډوډۍ خوړل . مګر د دې هر څه سره سره ـ چی د هند سره پخوانی ارتباط هم لرم ـ بیا هم د خورا خطرناکی ناروغۍ سره راستون سوم چی پنځه کاله یې دوام وکړ .
د هندوستان د نفوسو ډک ښارونه د تداوۍ کافي سیسټمونه نلری ؛ سیندونه یې چی په لسګونو ملیونه انسانان یې اوبه څښي ، سر خلاصي بدر رفتونه ( د کثافاتو د وتلو ذریعې ) دي . هندي سیاست پوهان په ساده ډول د دې سرځوړیزه مسألې څخه ځانونه تیروي یا دا چی د دې موضوع د راپورته کولو سره احتیاط کوی .
د ونارسي ( بنارس ) په سپېڅلي ښار کی می د ګنګا په سیند کی هغه کوچنۍ کښتۍ ښه په یاد ده چی خلک به می ترې لیدل چی دغه اوبه به یې څښلې ، کالي به یې پکښی پرېولل ، غرغړه کولې به یې ( ستوني به یې په پرېولل ) ، او د هغو انسانانو ایرې به یې ورغورځولې چی پر څنډه به یې تر مړینی وروسته سوځول سوي وو . دغه خړي او خیرنی اوبه د انسانانو د فضله موادو او مړه حیواناتو څخه ډکی وې . نو څنګه پنځه سوه ملیونه هندیان ، چی پر همدې ګنګا متکي دي ، د دغو مسمومیاتو ( زهریاتو ) څخه ژوندي پاتېدای سی چی د « هند د مور » د ژورو اسرارو څخه ګڼل کیږی .
دا لا څه ، د هند نوی صدراعظم نریندر مودي ایله اوس د خپل هیواد پر ابتدایی روغتیایی ستونزو باندی حملې کوی . مودي د صدارت تر اخیستلو وروسته په سر خلاصو مځکو کی د تغوت کولو پر ضد جنګ اعلان کړ او څرګنده یې کړه چی د ده د حکومت لومړنی کار به دا وی چی په لسګونو ملیونو هندیانو ته به په کورو کی دننه صحی تشنابونه جوړوی .
دا خو یوه ښه څرګندېدنه ده . زما د ۱۹۷۰ لسیزی په منځنیو کلونو کی ماؤیسټی چین را په یاد سو . ماؤ چی په یوه بزګره کورنۍ کی زیږېدلی و ، هیڅکله هم پوخ تشناب نه و استعمال کړی ، بلکی د خپل اطاق په یوه غټه ګلدانۍ غوندی شي ( پاټ ) یا خپل باغ کی به یې معذرت رفع کاوه . خو کله چی دینګ زیو پینګ واک تر لاسه کړ، نو د کثافاتو ، چینایی کرکجنو تشنابونو او سرخلاصو مکانونو پر ضد یې جنګ اعلان کړ .
خو نن د چین د فضله موادو او چټلو اوبو د ایستلو سیسټم تر هماغه پخواني حال ډیر سم سوی دی . چینایانو خپل اعمال پاک کړل ، په لسګونو ملیونه ونی یې کښېښوولې او په ښارونو کی یې د کثیفو اوبو د تصفیه کولو فابریکې جوړی کړې چی له امله یې هوا ډیره ککړه کړې ده . زه په چین کی د خوړو څخه هیڅکله نه یم ناروغ سوی ، سره له دې چی خورا لیری سیمو ته به هم ورتللم .
هند په نړۍ کی د پوځی بودجې له مخی درېیم غټ هیواد دی چی د کاله څه نا څه ۳۶ بلیونه ډالره مصرفوي ( امریکا هر کال څه کم یو ټریلیون ډالره پوځی بودجه لری ) . هند پرمختللی توغندي ، اټومی اوبتلونه ، طیاره وړونکي ستری بیړۍ ، جنګی الوتکی ، اټومی وسلې او عصري ټانکونه رانیسی .
که نوی ډیلی لیری واټنیزه توغندی رانیولای سي ، نو باید چی د خپلو خلکو له پاره تر مځکی لاندی نلونه کش کړی ، د سړکونو پر ژۍ ونی کښیږدي او کوڅې پاکی کړی او عصری تشنابونه جوړ کړی .
هیله خو دا ده چی نریندر مودي د خپل دغه حیاتی مأموریت څخه پر شا نسي . هندوستان تر څو چی پښې یې د انسانانو په فضله موادو کی ننوتلی وی ، د یو ستر ځواک هوس نسي کولای ، پای

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery