مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-09   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دقرنو زلخوږي

محمود نظری


 دلته څه بې عزته دي دټرو دمډالو زلخوږي
 څه بې اهلیته دي د بې واکه ریاستو زلخوږي
 یو زار زار ژاړي دهرخاینه غواړي په ژړا مډال
 نه یې اخلي ډیر سته دلته د ځان د ابرو زلخوږي
 یو دځان د ابرو لپاره له ریاسته استعفاه کوي
 سته مړ سترګې دیارانو دتشوځایو زلخوږي
***
په سپينه جامه تور داغ له لرې ښکاري
 بې همته دې دلته د مردارو لکو زلخوږي
 مقامونه دپردو دمردارو پښو لاندې دي
 ځکه واکمن سي دوطن د پلورو زلخوږي
 دښار دروازې تړل کيږي دخلکو خولې نه
 بد مخي واکمن دي دوطن دجارو زلخوږي
 سړی چې زوړ سي بیا خدای خبر که جوړ سي
 هغه واکمن چې وه دوطن دبالو زلخوږي
 چې دقانون خبرې کوي هغه واکمن قانون ماتوي
 د قانون دماتیدو دي ټول واکمن بدروزلخوږي
 دې وطن ته به هیڅ کله تر هغه امن رانه سي
 چې مقام تر لاسه کو ي په زور د غو زلخوږي
 هیوادد دوست نما دښمن د لاسه ټوک ټوک سو
 دوطن خلک دي اوس د یونوش دارو زلخوږي
 تر وروستۍ سلګۍ پورې هيله من دی خلک
 هغوی به تل وي د خپل وطن د ابرو زلخوږي
 دلته ډیموکراسي نه سوټه کراسي په کار ده
 خلک دي دیو مشرزورور ارغوبرغو زلخوږي
 اوس چې نوې ناوې راغله نوى دود يې كېښود
 نور موږ نه منودا د بیت المال د شتو زلخوږي
 بس دی نور به ماړه سوي وي دا نسلي غله
 له کابینې وشړه غنی دا ټوله کجرو زلخوږي
 اوس ټول خلک د سیاست په پو اوچو پوهیږي
 پام بیا وزیران والیان نه کړي هغه د قرنو زلخوږي
 بالو( بدبختی)، سو (شر)، ارغوبرغو( تریو تندی)،غو( غوغا)، ،تړو( ډرن)، کجرو( په کږه لاره تلل)،پو اوچو(دم چف)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery