مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

منځني ختېځ کې تر ټولو زاړه دښمنان

ژباړه - سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
سرچینه : شپیګل انلاین


لیکوال   :   کریستووف  سیدوو

سعودي  عربستان  د ایران  په  وړاندې  د تېلو جګړه  پیل  کړه
د تېلو  ملا ماتوونکې  جګړه په خپله سعودي  عربستان  ته  په  میلیاردونو  ډالرو پریوځي . عرب  شیخانو دغه  تاوان   په  ځان  منلي  دی، تر څو خپل  زوړ دښمن  ایران  ته  یوه  سخته   ضربه  ورکړي . سعودي  عربستان  د خپل  پمپولو تکیک سره  په  لنډ مهال  کې خپل  مهم  ملګري  متحده  ایالات  ته  هم  ستر زیان   ورواړوي .
ریاض  ـــ   په  نړیوال  بازار کې   یو بیرل  اومه  تېل  په  ۸۵  امریکایي  ډالرو  پلورل  کیږي . په اوسط   ډول  د اومو تېلو بیه  باید همدومره  وي . د دې  لپاره  چې سعودي عربستان  ډیر تاوان  ونه کړي  اوسمهال  د تېلو بیه  ۷۲ ډالرو ته  راټیټه  شوي  ده. د سعودي  عربستان  د تېلو وزیر علی النعیمي  په  ویانا  کې  د تېلو د  صادروونکې هیوادنو ټولنې   اوپک  په  غونډه کې  د تېلو  لږ استخراجولو مخه  ونیوله، لږ  ورسته  ده   وویل، چې دا یوه  هوښیاره ، پریکنده  او پر ځاې  پریکړه  وه .
سره  له  دې  چې د اوپک  ټولنې  کولي  شول، د تېلو په  تولید کې کمښت  راولي  او د دوی  د پریکړي  سره  به  دتېلو بیه  بیرته  جګې  شوي  وای . خو د سعودي  عرب  د شاهي دولت  چارواکې  له  دغو نقدو  پیسو څخه  تیر شول  . سعودیان  کولي  شي  دتېلوسره  داسي   یوه  لوبه  وکړي  او  ورسره ستر  زیان  هم  وزغمي . د سعودي  عربستان  په  شان د تېلو د تولیدوونکې  او صادروونکې  هیوادو  په  منځ  کې  بل  داسي دولت  نشته .  شاهي  دولت  په  خپلو مالي  زیرمو باندې،  چې  اټکل  ۷۳۵  میلیارده  امریکایې  ډالره  کیږي، ډډه لګولې  . د دوی  شتمني  د اپل ګرځنده  تیلفون  کمپني  څخه  چې  اوسمهال  د نړۍ  تر ټولو ستره  او  ارزښتمناکه   کمپني  ده ، د اټکل  له  مخي  څلور ځلې   ډیره  ده .
د همدې  امله  سعودي  عرب کولي  شي د خپل  سیالانو  په  وړاندې   په  نړیوال  مارکیټ   کې  د تېلو  بیو په  جګړه  کې  دغري  ووهي . د ا جګړه  د نورو په  پرتله   د ایران، روسي او متحده ایلاتو  په  وړاندې  پیل  شوي  ده .
ایران  ادعا لري، سعودي  زموږ  په  وړاندې د تېلو جګړه  پیل  کړي .
د تهران  شیعه  رژیم   په  منځي ختیځ  کې د سعودي  عریستان  ستر سیال   هیواد دی . دوواړه  دولتونه  هڅه  کوي، چې  په  یمن، لیبنان، سوريه ، عراق  او بحر ین   هیوادو کې  خپله  اغیزه  ولري . سعودي  عرب  د خلیچ   سیمې  په  سړ ه  جګړه  کې تېل  د وسلې  په  څیر استعمالوي .
د ایران  د  دولت  بودیجه  یا  کورني  عواید په  سلو  کې  اویا  د تېلو د  پیسو څخه  تمویل  کیږي . ولسمشر حسن  روحاني  په  خپله  یوه  وینا کې  د بود یجې  په  اړه  وویل، چې ده  په  ۲۰۱۴ کال  کې د یو بیرل  اومه  تېلو  بیه ۱۰۰ امریکایي  ډالره  اټکل کړي  وو. اوس  دی  مجبور  دی، چې  په  یوه  بیرل  اومو تېلو کې شل  سلنۍ  لږ  عواید ترلاسه  کړي . هسې  هم  دایران  اقتصاد  د لانجمن  اتومي  پروګرام   او د نړیوالو بندیزونو  له  امله  د  ګدایي کچي  ته  رسیدلي دی، دایران  اقتصاد به  د تېلو  په  جګړه کې  لا  نوره  کمزورۍ  شي .
په  تهران  کې حکومت  د ریاض د تېلو سیاست  په  جوتو ټکو غندلي . دوی  وایي، دا ز موږ   په  وړاندې  د سعودي  عرب  یوه  جګړه  ده . دا خبره  څووخته  د مخه  د ایران  د انرجي کمیسیون  معاون   ناصر سوداني  وکړه .دی وایې، دوی  غواړي  نه  یواځې  زموږ  څخه  په سوریه، عراق، یمن  کې  غچ  اخلي، بلکې  دوی  د شیخ  النمر د اعدام  په  اړه  زموږ  غبرګون  په  بدل کې  هم   خپل  غچ  اخلي .
د سعودي  عربستان  یوې  محګمې  په  اکتوبر کې  یو شیعه  ملا ته  د اعدام حکم  وکړو . پر النمیر تور دی، چې ده  له  ډیر و کالونو څخه  د  کتاف  په  سیمه کې  چې  د تېلو  ډیرې  بډایې سر چینې لري  او د سعودي  عربستان   شیعه لږکې  په  کې استوګن  دي، نیمه  خپلواکې  غوښتله .
 د۲۰۱۱ کال  څخه  را په  دې خوا د ده په  مشرۍ  په تر سره  شویو لاریونونو کې   ډیر شمیر  وګړې  د امنیتي ځواکونو له  خوا نیول  شوي  او  وژل   شوي  دي .
د ایران  مشران  په  ډیره ځیر  او اندېښنه سره  ګوري . چې  څنګه  سعودي  عربستان  په  ډیر قوت  سره  په  اسیا کې  خپل  فارسي  سیال  څخه  دتېلو عوایدو اصلي  سرچینې ځان  ته کوي . سعودي  په  اوږده  موده  کې  چین، هندوستان او ویتنام  ته  په  تیر اکتوبر کې  د تېلو په تړونونو کې د سخاوت  نه  دک تخفیفونه  وکړل، دا تخفیفونه ایران  د تېلو بیو جګړې  ته  رابولي .
  Fracking دلوبه  یواځې  د تېلو  په  جګو  بیو  باندې  ارزې
روسیه  لکه  ایران  د اوپک  ټولنې  غړې  هیواد نه  دی، دغه  هیواد هم  لکه  ایران  د تېلو د ټیټو بیو څخه  کړیږي.  د ۲۰۱۴  کال  لپاره  ماسکو  هم  د یو بیرل  تېلو بیه  په  اوسط ډول  ۱۰۴ امریکایي  ډالره  اټکل  کړي  وو. د دوی  دغه  اټکلونه  ټول  ناسم  وختل، د هر یو  ډالر  په  بدل کې  روسیه  د خپلو د اټکل  شویو موخو سره  سم   په  کال کې  دووه  میلیارده  ډالر له لاسه  ورکوي . د روس  د ماليې  وزارت  د ستراتیجکو  پلانونو جوړونکې  ښاغلي مکسیم اورشینکن  په  دې  ډول  اټکل کوي .
په  همدې  روان کال  کې  به  روسیه  ته  د ۶۰ نه  تر ۸۰ میلیاردو  ډالر و زیان  ورسیږي، روسیه  به  دا توان  ونه شي زغملي .
سعودي  عربستان  او د امریکا متحده ایالات  په  دې  لټه کې  دي، چې د تېلو مارکټ  په ارزانه  تېلو باندې ګرم  ولمبوي  .  دوی  به  د تېلو بیو په راټیټولو سره خپل  جیوستراتیجک  سیال  ایران  نوره  کمزوري کړي ؟  .
په  ریاض کې د سعودي  عربستان  د تیلو سیاست  د مرکز  مشر  ښاغلي  رشید ابنامي  وایي  هو! . 
   دوواړه  دولتونه  غواړي، له  دې لارې  په  ماسکو او تهران  باندې  فشار   ډیر کړي، ترڅو دوی   په  سوریه کې  د اسد  رژیم   له  پلوي  څخه  لاس  په  سر شي .
ولې  چې  ډیر څه  شي  دا  د ریښتیا یوه  برخه  ده، بله  برخه  يې  په  اوږد مهال  کې  د تېلو ټیټه  بیه  د متحده ایالاتو په  ګټه  نه  پیروځي . ځکه  متحده ایالات  د خپل  لانجمن  میټود د Fracking – Methode   سره  به  د تېلو نوي  زیرمې  وتړلي  شي .
د چارو تحلیلوونکې  په  دې  باور دي، چې  واشنګتن  ته  به  دغه  ګران  بیه  پروژه  هغه  مهال ارزښت  ولري ،کله د یو بیرل  تېلو بیه  لږ ترلږ ه  په ۸۰  ډالره  وي  او که  څه  هم  د امریکایانو ګټه  په  کې  لږ  وي .
 دFracking  میټود له لارې  یو بیرل تېل  ترلاسه کول، لکه  چې  په  منځني ختیځ  کې  یو بیرل تېل د څلورځلې څخه  ډیر  په  ځمکه  کې کته  پورته  پمپ  شي .
سعودي  عربستان  نه  یواځې خپل  زړو دښمن  تهران  زیانمنوي، بلکې خپل  مهم  ملګري  په  واشنګتن کې هم. په لنډ مهال کې سعودي  باید پریکړه وکړي ،چې د تېلو بیو لوبه  نوره  همداسي  پرمخ  بیولي شي کنه او  د سعودي  شاهي  دولت  کولي  شي، په  بهرني  سیاست  کې  خپل  مهم  ملګري  متحده ایالات  د تېلو په  ټیټه  بیه  کې  له  ځانه  خواښینۍ کولي شي  .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery