مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-12-13   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

بشیر احمد فیضان

ستوري دي او حسن یې تاثیر لري
دا خلک پښتو وایي ضمیر لري

دې انقلابي ژبی ته لږ غوندي
پام په کار دی دا ژبه تقدیر لري

دلته د نفاق یوه انګېزه پرېږدي
وایي ورته دا خوی د کافر لري

ماته د ستومان افغانستان هیله
مه لوله ! پوهېږم چي فقیر لري

خپل خلک یي ستورو ته تشبح کړله
دا فیضان عجب غوندي تعبیر لري .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery